افغانستان

د هیواد ګمرکونو د مالي کال ترپای ته رسېدو مخکي خپل عوایدي هدف بشپړ کړ

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷کب، ۱۴۰۱ل): د هیواد ګمرکونو د مالي کال تر پای ته رسېدو مخکي خپل عوایدي هدف بشپړ کړ.

له مالي وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت له لوري د هیواد ګمرکونو کې د رامنځته سوو اسانتیاؤ، پرمختیاؤ، رڼو عوایدو راټولو، تخصصي کاري ټیم او دندني ته ژمنتیا په پایله کې ګمرکونو د مالي کال تر پای ته رسیدو مخکي خپل عوائدي هدف بشپړ کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د مالیې وزارت له لوري د ګمرکونو لوی ریاست ته د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د (۱۰۵) میلیارده افغانۍ عوائدو کلنی هدف ټاکل شوی وه چې د ګمرکونو لوی ریاست وکولای شول یاد هدف د روان مالي کال د کب میاشتي په ۱۴مه نېټه بشپړ کړي او تر (۱۰۵) میلیارده افغانیو لوړ ګمرکي عوائد تر لاسه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې ترلاسه شوي ګمرکي عوائد ۶۴ میلیارده افغانۍ او په ۱۳۹۹ مالي کال کې له ګمرکونو ۷۲ میلیارده افغانۍ عوائد ترلاسه شوي وه او زیاتوي چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه مخکي د هیواد ګمرکونو هیڅ وخت د مالیې وزارت لخوا ورکول شوی هدف نه دی پوره کړی او دا لومړی ځل دی چې د هیواد له ګمرکونو څخه په لوړه کچه عوائد راټولېږي او آن تر خپل ټاکل سوي هدف لوړېږي.

د یادولو ده چې د روان ۱۴۰۱ مالي کال د وروستۍ میاشتي ۱۵ ورځي پاته دي او د روان مالي کال ترپایه به ګمرکي عوائد له ۱۱۰ میلیارده افغانیو څخه لوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx