افغانستان

مالیه وزارت؛ د هیواد د مستوفیتونو عوائد د پام وړ زیات شوي

نن ټکی اسیا ( پنحشنبه، ۱۸کب، ۱۴۰۱ل): مالیه وزارت وایي چې د هیواد د مستوفیتونو عوائد د پام وړ زیات شوي دي.

له مالیه وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت مشرتابه د غوره مدیریت، فساد په وړاندي د ریښتینې مبارزې، په کاري ساحو کې د ژمنو او مسلکي کسانو ګمارلو، سوداګرو، صنعت کارانو او اصنافو ته د مالیاتي جرائمو د معافولو، په اصنافو ( دوکاندرانو) له ۱،۵ ٪ سلنې څخه ۵،. ٪ سلني ته د مالیاتي نورم را ښکته کیدلو او په مستوفیتونو کې قدرمنو مالیه ورکوونکو ته د اړینو اسانتیاؤ برابرولو په پایله کې د روان کال په لومړنیو (۱۱) میاشتو کې له مستوفیتونو څخه ۱۱ میلیارده او ۳۳۶ میلیونه افغانۍ عوائد راټول شوي دي چې د تېرو کلونو په پرتله ۲ میلیارده او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx