افغانستان

عطامحمد نور او جنرال رازق سره لیدلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د بلخ والي عطامحمد نور وايي چې نوموړي دملي امنیت له پخواني مشر اسدالله خالد او د کندهار له امنیه قومندان جنرال عبدالرازق سره کتلي دي.

نوموړی وايي چې دوی پر امنیتي مسایلو او د هېواد پر اوسنۍ وضع خبرې کړې دي.

وړاندې هم د د دې دریو تنو د اړیکو خبرې کېدلې، خو د جنرال عطا په دفتر کې پرونۍ ناستې د دوی اړیکې لا بربنډې کړې.

جنرال رازق څو ورځې وړاندې په کندهار کې خپلو عسکرو ته اعلان وکړ چې هر طالب مو چېرته ولید ويې وژنئ، چې یادې پرېکړې يې خورا تند غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان د بشرحقوقو دا یو جنایت وباله او ځینو غړیو  يې له رسنیو سره د جنرال رازق د ناقانونه وژنو د راپور د جزیاتو د شریکولو ژمنې هم کړې دي.

د جنرال رازق له پورته امر نه وروسته، داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې نوموړی استعفا ورکوي او یا استعفا ورکولو ته اړ شوی دی.

د چارو د شنونکو له قوله ښایی جنرال رازق د ځان د خوندیتوب په خاطر د جنرال عطا لمن نېولې وي، خو د دې پرځای چې ګټه ورته وکړي، په جنوب کې یو څه شته محبوبیت به هم له لاسه ورکړي.

ویل کېږي چې د سپین بولدک امنیه قومندان هم د جنرال رازق د توطیې ښکارشوی دی، راپورونه وايي چې د سپین بولدک امنیه قومندان ښایسته خان د جنرال رازق له ځینو امرونو سر غړاوه، ځکه يې د پولیسو په کمین کې له منځه یووړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x