
شعـــــرونه
د قربانيو نظام/ فيضاني
رضوان الله فیضاني
مونږ راوستی سپين نظام په قربانيو
دا به ساتو تل مدام په قربانيو
مونږه ولمانځل په شوق دا شل کلونه
هر سهار او هر ماښام په قربانيو
له عمر، عثمان، علي نه راشروع دی
دا مسير او سپين مرام په قربانيو
کېږي څوار لس سوه کاله راروان دی
غيرتي دين پاک اسلام په قربانيو
زړونه مات نکړئ د ننګ او جنګ ملګرو
ځو به وړاندې ګام پر ګام په قربانيو
دا د نن او د پرون خبرې نه دي
مونږ پاللی هر قيام په قربانيو
شهادت عظيم مقام څه ټوکې نه دي
ګټل کېږي يې خوږ جام په قربانيو
(فيضاني) دا قربانۍ زمونږ ميراث دی
مخته وړو د دين پيغام په قربانيو