نړۍ

په آلمان کې په یوه کلیسا برید؛ له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۹کب، ۱۴۰۱ل): په آلمان کې په یوه کلیسا باندي په برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو په اساس د آلمان په هامبورګ ښار کې په یوه کلیسا وسله وال برید کې اوه کسان وژل شوي.

راپورونه وایي چې دا برید تېره شپه د آلمان په وخت په ۹ بجو د هامبورګ ښار په الستردوروف سیمه کې را منځته شوی دی.

د پېښي عیني شاهدانو رسنیو ته په ډاګه کړې چې تر برید وروسته ګڼ شمېر امبولانسونه یې په سیمه کې لیدلي او زیات امنیتي ځواکونه هلته رسیدلي وه.

د لومړنيو معلوماتو له مخي په دې برید کې ۷ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx