افغانستان

د ایران له زندانونو څخه ۱۸۱ تنه افغان بندیان آزاد شوي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۹کب، ۱۴۰۱ل): د ایران له زندانونو څخه ۱۸۱ تنه افغان بندیان آزاد شوي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایراني لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې ۱۸۱ تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وه، د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري افغان حکومت ته وسپارل شول.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي د ا.ا.ا. د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون یو لوړ رتبه هیئت په تهران کې له ایراني چارواکو سره د مذاکراتو په پایله کې توافق ترسره کړ چې ګڼ افغان بندیان به افغان حکومت ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx