
د ټولنې زړه ته لار؛ خو څنګه؟
دادمحمد ناوک
زموږ همځولی نسل په ټولنیزو اړیکو او رواني مسائلو کې نږدې شل کاله له داسې منابعو تغذیه شوو، چې یوازې يي د کمزورۍ او کمترۍ حس را پکې پیاوړی کړ، د ګټې وټې يي هیڅ لاره ګودر را ونه ښودل او د کتاب له تمامېدو سره به لوستونکي یو سوړ اسویلی وکړ، انګېرل به يي چې نوره ټوله نړۍ په همدې فورمولونو چلېږي او همداسې را ته تصویر شوی ژوند لري؛ نو لکه چې د ژوند ټولې ستړې یوازې زموږ لپاره دي!
مثلاً د سوداګرۍ برخه کې د اروپايي لیکوالو کتابونه بې له دې چې خپلې اړتیاوې په پام کې ونیول شي، په خرپ وژباړل شول، تبلیغات ورته وشول او خورا ډېر مهم معرفي کړل شول، خو کله چې به یو سوداګر، یا د سوداګرۍ په تمه یو ځوان کتاب ته لاس ور اوږد کړ، ذهناً به يي تر میلیونرۍ ورساوه، خو چې سترګې به يي وغړولې د خپل دفتر/اطاق په څلور دېوالۍ کې به حیران و، دې پایلې ته به ورسید چې نوره نړۍ پر مخ تللې او موږ همدې څلور کونجۍ کې پاتې یو.
کله به چې د ټولنیزو اړیکو، خبرو کولو فن او نورو مهارتونو اړوند د پردیو روانشناسانو کتابونه ځوانانو ګوتو کې واړول را واړول، همدا به يي پایله شوه، چې یوازې موږ يو چې په ټوله نړۍ کې له «انساني ژونده» وروسته پاتې شوي یو.
څو ورځې وړاندې د حکیم الامت مولانا محمد اشرف علی تهانوي رحمه الله مهمه رساله، چې ښاغلي م. عبدالله عزام «د ټولنې زړه ته لار» په نوم ژباړلې مخې ته راغله، په لوستلو يي پوی شوم، چې دا هماغه څه دي چې موږ ورته اړتیا لرله، خو نه و؛ بلکې یوازې د ځينو علماوو په تقریرونو او نصیحتونو کې مو اورېدلي و، خو دا لومړی ځل و، چې د ټولنیز ژوند او تعامل اړوند زموږ له خپلو سرچینو په ګټې د خپلې مسلمانې ټولنې د یو مدبر عالم له قلمه يي لولو.
تېرو دوو لسیزو د نورو ګڼو زیانونو تر څنګ دا لوی زیان هم پر ځای پرېښود، چې د ځوان قشر هغه طبقه چې یا په مبارزه بوخت نه و، یا يي له مبارزو سرښندونکو سره اړیکي نه لرلې، د دیني طبقې پر ضد کرکې ته ننه ایستل شول؛ دې کرکې فاصله را پیدا کړه او دې فاصلې پوره شل کاله دوام وکړ؛ کله چې هماغه ځوان، دفتر، بازار، مسجد یا خوړنځي کې له دیني عالم سره مخ کېږي پر دې نه پوهېږي چې څه ډول تعامل ورسره وکړي، یو څه ښايي هغه ته عین ادب ښکاره شي، خو په اصلي تله به د بې ادبۍ یو ډول وي؛ دا ستونزه ګڼو ځوانانو له ما سره شریکه کړې چې موږ په دې تعامل نه پوهېږو، ځکه مدرسو کې مو وخت نه دی تېر کړی، دیني حلقو او ځایونو ته کم ورغلي یو، اوس نه پوهېږو چې یو له شیخ صاحب سره په څه ډول مخ شو، چې نه چاپلوسي تصور شي او نه هم بې ادبي شوې وې؟
په همدې کتاب کې دا او پورته ټولې اندېښنې چې د پردیو کتابونو له لوستو را پیدا کېدې ځواب شوې دي، داسې ځواب شوې چې تطبیق يي سخت نه دی، عملي کول يي د دنیا او اخرت ښېګړې لري او تر ټولو ښه دا چې په ټولنپوهنه کې د لوستونکي داسې جزییاتو ته پام کوي چې موږ ته به ممکن عادي مسائل ښکارېدل او د عادیتوب له امله به مو له پامه غورځولي و، د مریض پوښتنه، له مشرانو سره تعامل، په ټولنیز ژوند کې برخورد او حتی د حاجت رفع کولو په وخت کې ځينې اداب په پام کې نیول؛ د دې کتاب د بحثو شویو له جملو څخه دي.
د داسې کتابونو ژباړه، خپرول او لوستل ځکه مهم دي چې موږ په ټولنیز ژوند کې هڅه کوو، یا د رواج تابع واوسو یا خپل عقل معیار وبولو؛ چې په دواړو صورتونو کې د ممکنه ښېګړو تر څنګ ګڼې نیمګړتیاوې هم رامنځته کېدلی شي؛ پیاوړې، ښې او خوشحاله ټولنیزې اړیکي د بشري ژوندانه اړتیا، د ټولنیزو خدماتو لپاره بستر او د انساني فطرت د ځانګړنې د تقويې سبب کېدلی شي، په دې تمه چې دا رساله د داسې کسانو تر لاسونو هم ورسېږي چې پر ټولنه حاکمیت لري، یو مسؤلیت په لاس کې لري او له خلکو سره په چلند کې دا ترې هېرېږي چې څه ډول تعامل وکړي.