نړۍ

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو په بیا پیل هرکلی کړی

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۰کب، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د سعودي او ایران حکومتونو ترمنځ د اړیکو بیا پیل هرکلی کړی

د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان مملکت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیل هرکلی کوي او دا مثبت اقدام په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لور مهم ګام ګڼي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ا.ا. د خپل متوازن بهرني سیاست په پام کې نیولو سره د سعودي او ایران ترمنځ ډیپلوماتیک پرمختګ په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو او همکاریو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.
اعلامیه همداراز زیاتوي چې د چین ولسي جمهوریت له هڅو هم مننه کوو چې د سیمي د ثبات لپاره یې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx