افغانستان

د قزاقستان سفیر او مل پلاوي یې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۰کب،۱۴۰۱ل): د قزاقستان سفیر او مل پلاوي یې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کابل کې د قزاقستان سفر ( علیم خان یسین ګیلدییف او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او کلتوري موضوعاتو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان یسین ګیلدییف ویلي چې هیواد یې افغانستان ته د یوه دوست هیواد په سترګه ګوري او غواړي چې خپلې اړیکي افغانستان سره پراخي کړي او په وینا یې، د دواړو هیوادونو سوداګري په تېر یوه کال کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ګیلدییف زیاته کړې چې هیواد یې له افغانستان سره اقتصادي، سیاسي او بشري مرستو ته دوام ورکوي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د قزاقستان د بشري مرستو تازه جوپې ولېږي.

خبرپاڼه وايي چې د لېدني په مهال د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان له پرانیستي او ناپېیلي بهرني سیاست هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې له وروستیو بدلونونو سره په کار ده چې افغانستان او قزاقستان په ګڼو برخو کې راکړه ورکړه او همکاري زیاتي کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان حکومت د اقتصاد محوره بهرني سیاست پرمټ غواړي چې په هیواد کې د اوسپنې پټلۍ جوړي کړي خو په دې برخه کې د قزاقستان تخنیکي مرستو ته اړتیا لري.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې د قزاقستان د سفارت هڅې وستایلې او له یاد پلاوي یې وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنڅ د اړیکو په پیاوړتیا کار وکړي او له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او ویلي یې دي چې افغانستان چمتو دی چې سویلي اسیا له سمندر سره د قزاقستان په نښلولو کې د ټرانزیټ رول لوبوي، ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به په دې برخه کې هر ډول هڅی ونه سپموي. همداراز یې زیاته کړې چې افغانستان د هیڅ چا لپاره ګواښ نه دی او نه به چاته اجازه ورکړي چې خاوره یې د نورو پر وړاندي وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx