افغانستان

بامیان: د سړک د غاړې ماین یوه رینجر له منځه وړې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د بامیانو ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې نن سهار د دې ولایت په مرکز کې د ښځینه پولیسو په یوه رینجر موټر د سړک د غاړې بم چاودلی دی.

عبدالرحمن احمدي د بامیانو د والي ویاند وايي چې دغه چاودنه نن سهار نږدې اووه بجې مرکز ته څېرمه په دهن سرخ کوه سیمه کې شوې ده.

د بامیانو ولایت د والي ویاند وايي چې د ښځينه پولیسو رینجر موټر له دې سیمې نه د تېرېدو په حال کې وه، چې چاودنه پرې شوې ده.

د ویاند په قول یادې چاودنې زیان نه دی اړولی، خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې یاده رینجر بشپړه ویجاړه شوې ده.

بامیان هغه ولایت دی چې د امنیتي پېښو راپورونه ترې هیڅ نه خپرېږي.

د والي ویاند وايي چې دغه ماین کېدای شي له پخوانيو جګړو ښخ  پاتې شوی وي. چې نن وچاودید.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې اړوند څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x