افغانستان

سټنډرډ ملي اداره؛سوداګر دي هیواد ته دبې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۳کب، ۱۴۰۱ل): سټنډرډ ملي اداره وایي چې د نفتي توکو سوداګر دي هیواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.

سټنډرډ ملي ادارې څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د هیواد په بېلابېلو ښارونو کې ککړه هوا د ښاریانو ژوند ګواښي او د دې ککړتیا یو لوی عامل د بې کیفیته نفتي توکو کارونه ده، په دې بنسټ د ستنډرډ ملي اداره د نفتي توکو ټولو سوداګرو ته خبر ورکوي څو هیواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې د سټنډرډ جوړونې د قانون پر بنسټ د ستنډرډ ملي ادارې رهبري د هیوادوالو د روغتیا په نظر کې نیولو سره ژمنه ده څو د چاپېریال د خوندیتوب او د انساني ژوند له ګواښوونکو پدیدو سره مبارزه وکړي. پر دې بنسټ د دې ادارې رهبري مصممه ده چې د ټولو هغو بې کیفیته نفتي توکو ( پټرول، ډیزل او اوبلن ګاز) د واردولو مخنیوی وکړي چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځي او د ښاریانو پر روغتیا منفي اغېزه کوي.

اعلامیه کې راغلي چې د سټنډرډ ملي اداره له ټولو سوداګرو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دې ادارې له پالیسۍ سره سمه سوداګري ترسره کړي. په هغه صورت کې چې سوداګر د بې کیفیته توکو د واردولو هڅه وکړي قانوني چلند به ورسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx