افغانستان

د جوزجان، اندخوی او هرات – روزنک ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړولو چاري پیلېږي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۴کب، ۱۴۰۱ل): د جوزجان، اندخوی او هرات – روزنک ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړولو چاري پیلېږي.

د ا.ا.ا. د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند تر مشرۍ لاندي د کابیبې په ۲۷ مه غونډه کې پرېکړه شوې چې د جوزجان، اندخوی او هرات ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړولو چاري دي پیل شي.

په یاده غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته دنده سپارل شوې چې له اقتصادي کمېسیون سره په ګډه د کابینې د ۲۶ مې ګڼي مصوبې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او کاري کیفیت په اړه څېړنې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx