افغانستان

طالبان: جمعه ګل همت خپل مشرانو سره غولوونکی تکتیک کاروي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د هلمند ولایت امنیه قومندان جمعه ګل همت له خپلو مشرانو سره له غولوونکي تکتیکه کار اخلي.

جمعه ګل همت وروسته له هغه په هلمند کې امنیه قومندان وټاکل شو، چې تر ده وړاندې امنیتي مسوول ونه شوکولای چې د سنګین جګړه وګټي يا يې حداقل کمه کړي.

طالبان وايي چې دوی تر يوې میاشتې نه هم په زیاته موده کې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې خپل پراخ ډله ایز بریدونه روان ساتلي او تر اوسه يې هم خپله تر لاس لاندې سیمه په واک کې ساتلې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې جمعه ګل همت له خپلو مشرانو سره له غولوونکي تکتیکه کار اخلي او هغوی ته په نظر کې ورکوي چې نور دلته هیڅ ډول نا امني نشته.

د قاري یوسف په خبره نوموړي «دیوه غولونکي تاکتیک له مخې وغو ښتل چي مرکزي ادارې ته وښیي چي دلته نور سم سمکی دی او له سیمه ییزو مجاهدینو سره یې ګوا کي دروغې جوړې خبرې پیل کړې.»

طالبانو په هلمند کې د هر ډول خبرو پیل رد کړ او دا يې د هلمند د ځایي چارواکو له خوا لوړپوړو دولتي چارواکو ته د غولوونې یوه لاره وبلله.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبان وايي: « اسلامي امارت دغلامې ادارې چار واکو ته اعلانوي چي دیوې لحظې دپاره به هم هغه که په هلمند کي وي که دافغانستان په بل هر ولایت او سیمه کي چي وي له تاسو او هم له خارجي دښمن سره اور بند ونه مني ، اودیوه سوچه اسلامي نظام تر را تګ پوري به خپله مبارزه دکفر او فساد په وړاندي دتل په څیر ګړندۍ او جاري ساتي۰»

یاده دې وي چې تر یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې طالبانو پراخ ډله ایز بریدونه پیل کړي دي او دولت تراوسه نه دی توانیدلی چې د هغوی تر لاس لاندې سیمې بېرته خپلې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x