افغانستان

تخار کې د یوې ترافیکي پېښي له امله ۱۶ تنه کان کیندونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۴کب، ۱۴۰۱ل): تخار کې د یوې ترافیکي پېښي له امله ۱۶ کان کیندونکي وژل شوي.

د راپورونو په اساس په تخار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښي له امله ۱۶ کان کیندونکي وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاده پېښه نن ورځ چهارشنبه د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په انجیر کلي کې هغه مهال رامینځته شوې چې کان کیدونکي په یوه پیکپ موټر کې د سرو زرو د پستې کان ته روان ول.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمتین ساپي ویلي چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د یادولو ده چې ځایي چارواکو د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې پروایي د دې پېښي لامل بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx