افغانستان

اوچا؛ سویډن له افغانستان سره ۷۰ میلیونه کرون مرسته کړې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۵کب، ۱۴۰۱ل): اوچا وایي چې سوېډن په افغانستان کې د بشري مرستو له وجهي صندوق سره ۷۰ میلیونه کرون مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي چې سویډن په افغانستان کې د بشري مرستو له وجهي صندوق سره ۷۰ میلیونه کرون چې له ۷.۲ میلیونه ډالرو سره برابرېږي، مرسته کړې ده.

یاد دفتر زیاتوي چې سویډن درېیمه لویه مرسته کوونکې مؤسسه ده چې له ۲۰۱۴ کال را په دېخوا یې له افغانستان سره ۸۲.۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx