نړۍ

روسیه: په چیچنیا کي مو د القاعده ډلی مهم مشر وژلی دی

chechin_mujahidin (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۳) دروسیی امنیتی چارواکو خبرور کړی دي، چي په چیچنیا کې دالقاعده ډلی یو مهم غړی چی په قوقاز کی یی دچیچنیا په اسلامي جمهوریت کي دالقاعده ډلی نمایندګی کوله وژلی دي،

په روسیه کي دترهګري په خلاف دجوړی شوي ټولني ویاند رسنیو ته ویلي چي دروسیی امنیتي ځواکونو دزیارت په ورځ دچیچنیا ختیځ کی دشالي په سیمه کي دپراخو عملیاتو په نتیجه کی دری کسه ویره اچونکي وژلی دی، چی یو یی هم د سعودی هیواد اوسیدونکی مهمند وو ، مهمند په قوقاز کي دقوقاز داسلامي امارت دمجاهدونو دامیر دوکو عمروف مرستیال وو، او په سیمه کي یی دالقاعدي دډلي نمایندګي کوله.

دروان کال دمارچ دمیاشتي په اخیرو کي دروسیی امنیتي چارواکو خبر ورکړی وو، چي دوکو عمروف مو وژلی دي، خبر زیاته وي دوکو عمروف چي په بابي عثمان سره شهرت لري، دروسي چارواکو له لوری دعملیاتو په ترځ کی له ۱۹ ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

عمروف چی له کال ۱۹۹۴ څخه بیا تر ۱۹۹۶ پوری روسانو په خلاف په چیچنیا کی جنګې دی، څوڅو واره روسانو دنوموړي دژول کیدو خبر ورکړی دي، مګر دازادو سر چینو له خوا څخه دروسانو د ادعا پخلي ندي شوي، بلکه درواني میاشتي په لومړیو کي نوموړي داروپا دازادي راډیو سره ټلیفونی مرکه وکړه، عمروف دروسانو دهغو خبرو چي نوموړي وژل شوی دی سخت مخالفت وکړ، اوزیاته یی کړه، ښه روغتیا لرم او پری به نږدم چی روسان په سیمه کي په ارامه ژوند وکړي.

ښاغلی عمروف په کال ۲۰۰۶ دعبد الخالق سعید ولایف له شهادت څخه وروسته دچیچنیا دجلا وطنه ګوند مشر وټاکل شو، خو وروسته نوموړی دقوقاز اسلامي امارت اعلان کړ اودچیچنیا هیواد یی داعلان شوی امارت یو برخه ونموله،

دچیچنیا هیواد چي له ډیره وخته ناکراره دي او کله کله د وسلوالو مسلمانانو او روسیه پلوه ولسمشر رمضان قادروف د ځواکونو ترمنخ دنښتو خبرونه ورکول کیږي، رمضان قادروف چي چیچنیا کي له ۲۰۰۴ کال را پدی خوا دچیچنیا دحکومت واګي په لاس کي لری دعوه کوي چي چیچنیا کی یی داسلام پلوه وسلوالو ملاماته کړی ده.

بخت الرحمن بخت……………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x