شعـــــرونه

غزل _ محمد الله تبسم

غلى ودريدم خپل زه راته ښکاره شو
دا سړى لکه زماغوندې ايسار دى

 اوس له هرې خوا نه دا سندره اورم
محبت د لېونو خلکو روزګار دى

 يوه ستوري په اسمان کې منډه وکړه
داسې ښکاري چې له مونږه يې فرار دى

يوه ورځ به ايينې ترېنه جوړيږي
په دې خړو ديوالونو مې اتبار دى

 ما نه څه پوښتې چې څه له دلته راغلم
ددې ښار په هره لاره کې مې کار دى

 ليوني په ليونتوب باندې محکم دي
تبسم دى، که منصور دى، که ديدار دى

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x