افغانستان

د برېښنا بیلونو د چټکي ادایني په موخه نوی سیستم جوړ شو

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۶کب، ۱۴۰۱ل): د برېښنا بیلونو د چټکي ادایني په موخه نوی سیستم جوړ شو.

د برېښنا شرکت څخه په نشر شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې شرکت رهبري له لوري د برېښنا بیلونو د چټکي ادایني نوی سیستم ( اس ـ برېښنل/ سمارټ ـ برېښنا) د ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

خبر پاڼه کې راغلي چې د افغان کادرونو په مټ جوړ شوی د اس برېښنا ډیجیټلي سیستم چې د افغانستان برېښنا شرکت یې د برېښنا د لګښت بیلونو تنظیم، د عوایدو راټولولو، د ضایعاتو راکمولو، د پیرودونکو چوپړتیاؤ او بیلونو د چاپ په موخه کاروي، د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د ډیجيټلي حکومتولۍ ټیم لخوا د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي ټیم په مرسته جوړ شوی چې د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې به ترې کار اخیستل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx