افغانستان

د متحده عرب اماراتو لوړ رتبه پلاوي د ا.ا.ا. له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۶کب، ۱۴۰۱ل): د متحده عرب اماراتو لوړ رتبه پلاوي د ا.ا.ا. له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د متحده عرب اماراتو د علماؤ یو لوړ رتبه پلاوي د ا.ا.ا. بهرنیو چارو، امر بالمعروف نهی عن المنکر له وزیرانو او د هیواد له یو شمېر شیوخ کرامو سره کتلي.

اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت وزیر وویل چې عرب متحده امارات او اسلامي امارت اوږدې تاریخي اړیکي لري او په راتلونکي کې هم نېکو او مثبتو اړیکو ته ژمن یو او په وینا یې، افغانستان تر بل هر وخت په امن دی، د قدرت جزیرې له منځه تللې، مخدره موادو کښت صفر ته راکښته شوی او ۹ میلیونه ماشومان مو په زده کړو بوخت دي.

همدراز د بهرنیو چارو وزارت وزیر زیاته کړې چې زموږ سیاست متوازن دی او نه غواړو افغانستان د قوتونو د تقابل او زور آزمایي سنګر جوړ شي او ویلي یې دي چې افغانستان یو معدني هیواد دی او متحده عرب اماراتو ته په دې برخه کې د ښې پانګوني زمینه مساعده ده. همدارنګه یې یاد پلاوي ته په خطاب کې وویل چې موږ او تاسي به په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې یو د بل همکار یوو.

اعلامیه کې ویل شوي چې په ورته مهال د راغلي پلاوي مشر عمر حبتور الدعي د افغانستان له موجوده حالت څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه موږ د افغانستان ورور هیواد د کومک او ستاسي د خیر لپاره راغلي یوو او له تاسو سره ښې اړیکي غواړو.

په اعلامیه کې راغلي چې د لیدني په مهال د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د تېر جهاد په مهال د متحده اماراتو مرستي وستایلې او ترڅنګ یې د هیواد یو شمېر جیدو علماء کرامو هم په خپل نوبت خبري وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د تعلیمي بهیر په وده کې دي متحده عرب امارات خپلي هڅي نه سپموي.

اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي د روژې د مبارکي میاشتي په را رسېدو سره په اماراتو کې د افغان بندیانو د ازادولو، د اسلامي امارت د ریښتیني انځور د انعکاس، له خلیجي هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا او د بشري مرستو په برخه کې د راغلي پلاوي د خاص توجه غوښتنه وکړه چې په اړه یې یاد پلاوي د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx