نړۍ

د طالبانو جسدونو ته توهین کوونکي امریکايي عسکرځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): رابرت ریچاردز هغه امریکايي عسکر چې څو کاله وړاندې يې په هلمند ولایت کې د طالبانو پرجسدونو بولې کړې وې، څو ورځې وړاندې پخپل کور کې ځان وواژه.

اسوشیتید پریس اژانس وايي چې د ریچاردز مړی په شمالي کارولینا کې دهغه په کور کې وموندل شو.

یاد اژانس ته د ریچاردز مدافع وکیل ګوی ومک ویلي دي چې نوموړی تېره چهارشنبه په خپل کې ومړ، د ومک په وینا هغه ځان وژنه نه ده کړې، بلکې د خپلې دوا د ناسم استعمال له امله مړ شوی دی.

د نظامي چارو پوهان وايي چې ریچاردز د ډېرو نورو امریکايي عسکرو په څېر په افغانستان کې له جګړې وروسته په اروايي ناروغۍ اخته شوی و، چې ښايي د ځان وژنې علت يې شوې وي.

ومک وايي چې ریچاردز یو ملي اتل و، خو افغانستان ته په درېیم سفرکې نوموړي لویه تېروتنه وکړه.

د ریچاردز او دهغه د ملګرو هغې ویډیو خورا تند نړیوال غبرګونونه راوپارول، چې په هلمند کې يې د دوو طالبانو پرجسدونو بولې کولې.

یاده دې وي چې بهرنیو عسکرو زرګونه داسې پېښې ترسره کړې دي چې انساني کرامت ته یې په بده کتلي دي.

په هېواد کې او له هېواده د باندې په زندانونو کې ډېر هغه څه ترسره کېږي چې ټول بشري حقونه ترپښو لاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Samim Katawazai

که خدای کول ټول به ئې همداسي ځان وژنو ته اړکېږي، هغه چي د شهيدانو سپېڅلي جسدونه ئې توهين کړل، الله تعالی په سختو رواني ناروغيو اخته کړي، په زرګونو ئې له عادي ژوند تېرولو عاجز دي:
خوشحال بابا ډېر پخوا ويلي ول:

لا تر اوسه ئې ماغزه په قرار ندي
چا چي ما سره وهلی سر په سنګ دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x