افغانستان

غزني ښار کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د لارو کوڅو پخولو چاري پیل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶کب، ۱۴۰۱ل): غزني ښار کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د لارو کوڅو پخولو چاري پیل شوې

د غزني ولایت ښاروالۍ ریاست وایي چې د پراختیایي پروژو د تطبیق په دوام یې دا ځل د دې ولایت د ښار اړوند دریمه پلان کوڅې د کانګریټ اچولو عملي چاري پیل کړې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخي د دې کوڅې سړک چې ۷۲۱۵ متره اوږدوالی لري، د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست لخوا د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د یادولو ده چې د دې سړک د ترمیم چاري به د ۲ میاشتو په دننه کې بشپړي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx