افغانستان

مجاهد؛بلخ کې دداعش په ۳پټنځایونو عملیاتو کې ګڼ داعشي وسله وال وژل شوي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۷کب، ۱۴۰۱ل): ذبیح الله مجاهد؛ بلخ کې د داعش په ۳ پټنځایونو عملیاتو پایله کې ګڼ شمېر داعشي وسلوال وژل شوي.

د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې “ تېره شپه ناوخته د ځانګړو امنیتي ځواکونو لخوا د بلخ مرکز مزار ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د خوارجو په دریو پټنځایونو ځپونکي عملیات شوي.”

نوموړي زیاته کړې چې په یادو عملیاتو کې ګڼ شمېر داعش وسلوال وژل شوي او همداراز ګڼ شمېر مهمات یې نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx