افغانستان

د کورنیو چارو سرپرست وزیر؛ موږ له نړۍ سره د غوره اړیکو غوښتونکي یوو

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۷کب، ۱۴۰۱ل): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر؛ موږ له نړۍ سره د غوره اړیکو غوښتونکي یوو.

د کورنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره د متحده عرب اماراتو د علماؤ راغلي پلاوي کتلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده لیدنه کې خلیقه سراج الدین حقاني د متحده عرب اماراتو د علماؤ له پلاوي سره د هیواد په سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث کړی او دواړو لوریو د اماراتو او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په پراخېدو خوښي وښوده او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د امنیت او اقتصاد په برخه کې ښې لاسته راوړني لري.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د اماراتو له لوري اسلامي امارت ته د دوبۍ کونسلګرۍ د سپارلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره تعامل د ګاونډیو، سیمي او ټولي نړۍ په ګټه دی او په وینا یې، هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي، تیروتنه کوي ځکه چې افغانستان څښتن لري او موږ یې هغې ورځي ته نه پرېږدو چې زموږ هیواد دي بیا ځلي له پامه وغورځي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې د افغانستان اوسنی اسلامي نظام له اقتصادي پلوه په خپلو کورنیو عایداتي سرچینو چلېږي او دا په داسي حال کې ده چې د مخدره توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی او په دې برخه کې مبارزه روانه ده.

همداراز خلیفه سراج الدین حقاني ویلي چې موږ له نړۍ سره د غوره اړیکو غوښتونکي یو او په دې برخه کې مو مثبت ګامونه هم اخیستي او په وینا یې، افغانستان د نړۍ یوه ستراتیژیکه کتله ده او نړۍ باید د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پالیسي ونه لوبوي چې دا د ټولي سیمي په تاوان تمامیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ورته مهال د پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي ویلي چې اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو ترڅنګ ځیني نوري ستونزي هم شته چې موږ یې هواري ته سترګي په لار یو او زیاته کړې یې ده چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې چې موږ کوم مثبت پیغامونه ولیدل هغه به تر نورې نړۍ پوري هم رسوو.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د افغانانو لاس نیوی یې خپل اخلاقي مکلفیت وګاڼه.

همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي چې خلیفه سراج الدین حقاني یاد پلاوي ته د نجونو د تعلیم په اړه وویل چې د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم په نارینه او ښځینه مسلمان فرض کړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی او په وینا یې، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx