افغانستان

د ا.ا.ا. د مشرتابه مقام په هیواد کې د بنګو کښت منع اعلان کړ

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۷کب، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا. د مشرتابه مقام په هیواد کې د بنګو کښت منع اعلان کړ.

د ا.ا.ا. د مشرتابه له مقام څخه په نشر شوي فرمان کې راغلي چې د ا.ا.ا. د مشرتابه مقام ۱۴۴۴/۸/۱۶ هـ ق کال د ۵۱۰ مي ګڼي د فرمان له مخي په هیواد کې د بنګو کښت منع اعلان کړ.

په دغه فرمان کې راغلي چې په ټول هیواد کې د بنګو کښت په مطلق ډول بند دی او له دې وروسته هیڅوک نشي کولای چې په خپلو ځمکو بنګ وکري.

فرمان کې راغلي چې که څوک بنګ وکري، کښت به یې له منځه یووړل شي.

په یاد فرمان کې کورنیو چارو وزارت او نورو کشفي ادارو ته امر شوی چې سرغړونکي محکمې ته ور وپېژني او همداراز محکمو ته امر شوی چې سرغړونکي له شرعي حکمونو سره سم مجازات کړي.

د یاد فرمان په دویمه ماده کې یاد فرمان د توشیع له نېټې څخه نافظ او په رسمي جریده کې د خپرېدو وړ ګڼل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx