
افغانستان
د ا.ا.ا. له بیا واکمنېدو وروسته د لومړنیو توکو ګمرکي محصول د پام وړ کم شوی
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۸کب، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا. له بیا واکمنېدو وروسته په ګمرکونو کې د لومړنیو توکو محصول کم شوی.
له ماليې وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو ( اوړو، غنمو، غوړیو، وریجي، بورې) د نرخونو لوړېدو د مخنیوي او د خلګو اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره د مشرتابه عالي مقام په لارښوونه د هیواد په ګمرکونو کې پر لومړنیو خوراکي توکو باندي ګمرکي محصول له ۵۰ سلنې څخه تر ۷۰ سلنې پوري تخفیف ورکړل شو چې دغه چاره د اسلامي امارت له ولس سره خواخوږي څرګندوي.
اعلامیه کې راغلي چې یوازي د ۱۴۰۱ مالي کال په ۱۱ میاشتو کې ۶ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تخفیف ورکړل شوی دی.