نظــر

طلايي فرصت

حفيظ الدين پيرزاده

سویدن د اروپا په شمال کې د بالتیک سمندرگي پر غاړ‎ہ د ناروې او فنلنډ په منځ کې پروت دی. دې ملکونو ته سکنډنیویائي ھیوادونه وایي. ټول یې ډیر ساړ‎ہ، غرني او تیارہ دي.
دا ھماغه ځایونه دي چې په ژمي کې ورځ او په اوړ‎ي کې شپه نه لري.
سویډن سل، یو نیم سل کاله پخوا ډیر فقیر ھیواد و. د مساحت له مخې تر انگلستان دوہ برابرہ ستر, خو ټول نفوس یې نژدې لس میلونه دی.
د دې پراخه ساړ‎ہ او غرني ھیواد ډیرہ سترہ برخه په ځنگلونو او واورو پټه وي.
په پخوا وختونو کې یې گوزارہ په ماھیگیرۍ، او د لرگیو پر خرڅلاو روانه وہ. نیکونو یې ځانونه وایکنگز ( Vikings ) بلل او قزاق (سمندري غله ) ول.
د کښتۍ په جوړ‎ولو کې یې خورا ډیر مھارت درلود، سترې کښتۍ به یې جوړ‎ولې او بیا د ھماغو کښتیو په وسیله به د روسیې د سانکتپیترز برگ ښار شاوخوا کلیو ته د غلاو لپارہ تلل، کله به یې پر لوټلو بریالي شول او کله به د روسیې د فوځ پر ټولیو واوښتل، څه به مړ‎ہ، ځینې به اسیران او پاته نور به یې بیرته سویدن ته په تیښته کامیاب شول!
دا کیسه له پیړ‎یو راھیسې ھمداسې روانه وہ، سویډن نه کانونه لرل چې پر مټ یې خپله نیستي غوڅه کړ‎ي او نه د زراعت لپارہ صالحه ځمکه نو له بدې ورځې یې، په سمندر کې غلاوې کولې.
د فقر یې دا حال و چې، کلونه وړ‎اندې راته یوې زړ‎ې سویډنۍ ابۍ ویلي و:
“ماته یاد شي چې په لومړ‎ي ځل مې بادنجان رومي ولید! غالبا چا له ترکیې راوړ‎ی و، موږ‎ یې نه په خوراک پوھیدو او نه په پخلي”!
په ۱۸۶۶ م کې سویډني الفریډ نوبل چې اوس یې ھر کال په نوم د نوبل جایزہ ھم ویشل کیږ‎ي، ډائنمنټ او پټاکۍ اختراع کړہ، سویډن د وسلو جوړ‎ولو صنعت او نورو ته توجه وکړ‎ہ خو ھغه مھال په اروپا کې صنعتي انقلاب
( ۱۸۴۰-۱۷۶۰ م) راغلی و.
انگلستان، فرانسه، ھالنډ، جرمني او نور ھیوادونه ھم د صنعتي انقلاب په منډہ کې په ډیرہ تیزۍ مخ په وړ‎اندې روان و. نورو اروپایي ھیوادونو ډیر امکانات لرل چې سویډن نه په ھغه اندازہ اقتصادي ځواک درلود او نه د افرادي قوت له مخې دومرہ مضبوط و چې د اروپا له نورو ھیوادونو سرہ د پرمختگ په دې ځغاسته کې اوږ‎ہ په اوږ‎ہ برخه واخلي.
په ۱۹۱۴ م کې لومړ‎ۍ نړ‎یواله جگړ‎ہ پیښه شوہ. سویډن په جگړ‎ہ کې د برخې نه اخیستلو پریکړ‎ہ وکړ‎ہ، خو د وسلو او نورو تخنیکي توکو جوړ‎ولو ته یې کش ورکړ‎.
جگړ‎ې څلور کاله دوام وکړ‎، سویډن په جگړ‎ہ کې ښکیل دواړ‎و غاړ‎و باندې وسلې او نور مھمات خرڅول، خو ډیرہ بریالۍ نه وہ.
ورپسې په ۱۹۳۹ م کې دویمه نړ‎یواله جگړ‎ہ ونښتله.
سویډن بیا د پخوانۍ تجربې پر بنسټ د ناپئیلتوب په بھانه د وسلو او نورو توکو د خرڅولو پلان په کار واچوہ.
د تیر په څیر یې دا ځل ھم د جگړ‎ې په دواړ‎و ښکیلو غاړ‎و وسلې او مھمات خرڅول چې ډیرہ زیاته گټه یې پکې وکړہ.
تر جگړ‎ې پس، نورہ اروپا د خپلو زخمونو پر څټلو بوخته وہ او سویډن له شرقي اروپا او ترکیې څخه خپلو فابریکو ته کارگر را واردول.
ماته یوہ سپین ږ‎یري ترکي کیسه کوله چې زموږ‎ کلي ته بس راغلی و، اعلانونه یې کول چې، ھر څوک موږ‎ سرہ سویدن ته ځي او زموږ‎ په فابریکو کې کار کوي موږ‎ ورته د ژوند ټول امکانات لکه کور، ښوونځۍ،، روغتیایي خدمات، لوړ‎ معاش او نور تھیه کوو. موږ‎ مو له مور او پلار سرہ یو ځای بس ته را وختلو!
سویډن، په دویمه نړ‎یواله جگړ‎ہ کې، د ناپئیلتوب له طلائي فرصت څخه پر گټه پورته کولو، وتوانید چې د نړ‎ۍ د ثروتمندو او ډیرو پرمختللیو ھیوادونو په کتار کې ځان ته ځای برابر کړ‎ي.
ھغه سویډن چې تر پرون پورې یې د یوې وچې گولې د پیدا کولو لپارہ په سمندر کې غلاوې کولې، اوس د نړ‎ۍ ډیر شتمن او پرمختللی ھیواد دی!

افغانستان
تیرې دوہ پیړ‎ۍ د دوہ سترو قدرتونو تر منځ بفر زون و. د امان الله خان د ناکامۍ تر ټولو ستر لامل ھم د یوې داسې خرابې او بنجر ځمکې
( بفر زون ) د ابادولو احساساتي ھڅه وہ چې مخې او شاته یې پرتو دوہ مقتدرو خانانو ( شوروي_ انگریز ) دا ځمکه پخپلو کې د نه تصادم لپارہ د یوہ حائل په توگه پیژندلې وہ!
خو دا بفر زون ھغه مھال کمزوری شو چې انگریز د ھندوستان له لویې وچې څخه په ۱۹۴۷ م کې ووت او بیا ھغه مھال مات شو چې په تعقیب یې درې څلور لسیزې وروسته یانې په ۱۹۷۹ م کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ‎!
تیرې څلور نیمې لسیزې دا سیمه له روس او بیا د امریکا په مشرۍ له ناټو سرہ په جگړ‎و کې ښکیله پاته شوہ، خو د ناټو تر ماتې پس، دې سیمې ته د پرمختگ نوي فرصتونه په لاس ورغلل چې ښایي داسې فرصتونه د دې ھیواد په تاریخ کې ساری ونلري.
د ھغو فرصتونو له ډلې څخه ځینې مھم یې دا دي:

۱- امنیت
موږ‎ داسې امنیت په تیرو پنځوسو کلونو کې نه و لیدلی.
امنیت موخه نه بلکې فرصت او وسیله دہ چې د ھیواد د پرمختگ، ترقۍ او سوکالۍ لپارہ یې شتون اړ‎ین دی.
که امنیت نه وي، پرمختگ ممکن نه دی، ځکه خو ابراھیم علیه السلام مکې ته لومړ‎ی د امنیت دعا کوي؛ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا..سورت البقرة.

۲-بفر زون
د لوی ھندوستان څخه د انگریز وتل، او د شوروي اتحاد څخه د روسیې جوړ‎یدل, نور افغانستان د بفر زون له حالت څخه و ایست. ھغه دوہ قدرتونه چې موږ‎ یې د یوې نا لیکلې معاھدې له مخې پخپلو منځونوکې د حائل په توگه ساتلو، نور وجود نه لري.

۳- اقتصادي څلور لارې
د مرکزي اسیا په طبیعي زیرمو مالامال ریاستونو ازادي، افغانستان ته د تجارتي څلورلارې فرصت برابر کړ‎.
موږ‎ د خپل جغرافیایي موقعیت څخه په گټه اخیستنې کولای شو د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیز او نورې نړ‎ۍ تر منځ د وصل د نکتې کردار اداء کړو.

۴- افرادي قوت
افغانستان په کافي اندازہ ځوان او د کار جوگه افرادي قوت لري. موږ‎ د وطن په بیا رغاونه کې لکه د سویډن، د نورو مټو ته احتیاج نه لرو.

۵- طبیعي زیرمې
افغانستان له لیتیوم، تیل، گاز، د ډبرو سکارہ او قیمتي کاڼو څخه را نیولې تر مس، یورانیم او نورو گران بیه کانونو پورې پخپل زړ‎ہ کې ذخیرہ کړ‎ي.
اوس مھال افغانستان له فساد څخه پاک،سالم او صالح قیادت لري چې که په وړ‎و او نا مطلوبو مسائلو ځان بوخت نه کړ‎ي، یواځې د خپلو طبیعي زیرمو د استخراج له فرصت څخه په گټه اخیستنې، کولای شي د څو کلونو په مودہ کې خپل ھیواد د نړ‎ۍ د شتمنو ھیوادونو په کتار کې ودروي.

۶- حریص گاونډیان
موږ‎ ته په سیمه او کور کې د ډیری ستونزو د را پیدا کولو اصلي عاملین زموږ‎ گاونډیان ھم دي.
د افغانستان په اړ‎ہ د پاکستان د پالیسۍ عمق پر یوہ تحت الحمایه او ورپسې یوہ نارامه افغانستان ولاړہ‎ وہ.
ایران د شیعه لږ‎کیو په وسیله د سعودي سرہ زموږ‎ په خاورہ د نیابتي جگړ‎ۍ اور ته لمن وھله.
د ایران سیاست ھم د نارامه او جگړ‎و کې ښکیل افغانستان پر تداوم ولاړ‎ و، تر څو:
الف: د افغانستان له افرادي قوت څخه په عراق، سوریه او نورو ځایونو کې د جگړ‎ې د سوند موادو پڅیر گټه پورته کړ‎ي.
ب: د ھلمند د اوبو حساب ورسرہ ونشي.
ت: امریکا په افغانستان کې ښکیله پاته شي، تر څو یې پخپل گاونډ کې د حضور د زغملو له لیارې اړ‎ہ کړ‎ي چې په نورو ھیوادونو لکه سوریه، عراق وغیرہ کې ورته په امتیازاتو قایله شي.

ج: د توکو بازار
خپلو بې ارزښته او بې کیفیته توکو ته د خرڅلاو د منډوي کار ترې واخلي.
موږ‎ یواځې تیر کال له ایران سرہ د ۲ میلیاردہ ډالرو په ارزښت تجارت درلود چې له بدہ مرغه یواځې شل سلنه یې زموږ‎ صادرات و، او نور…
د شمال گاونډیان مو ھم ځینې یې د روسیې د سیاست تر څنگ د ژبني تبعیض سیاست درلود،
خو اوس، الله عزوجل موږ‎ ته یو عجیب طلائي فرصت په لآس راکړ‎ی؛
پاکستان پخپلو قرضونو کې تر غوږ‎ونو ډوب دی، روپۍ یې ورځ په ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د ټي ټي پي او بلوڅو وسله وال پاڅونونو، د فوځ د مشرانو مالي فساد او ټولنیزو نابرابریو یې ادارہ د دیوالي کیدو او حتمي تباھۍ کندې ته رسولی.
ایران پخپله په داخل کې سخت زخمي دی، د اخوندانو حکومت له کلک ازادي غوښتونکي ولسي مقاومت سرہ مخ دی، امریکا نور په سیمه کې حضور نه لري نو ھغه امتیاز ھم نور نشته او نور.
د شمال گاونډیان یو څه د داعش له ویرې او یو څه د امارت په مقابل کې د روسیې د نرم دریځ څخه د تأثر له امله د تیر پڅیر امارتي دښمنانو ته د کولابي سیاست چاپیریال نه برابروي.
که وکتل شي زموږ‎ ھر گاونډی یا پخپلو ستونزو کې تر غوږ‎ونو ډوب دی او یا ھم سیاست یې نور دا نه ایجابوي چې د افغانستان په تخریب کې له چا سرہ مرسته وکري.
د افغانستان گاونډیان داسې پخپل غم اخته کیدل، اړ‎ باسي چې زموږ‎ په کورنیو چارو کې د لاسوھنې په ځای خپلو ستونزو ته توجه وکړ‎ي او ھمدا حالات موږ‎ ته د پرمختگ ډیر ښه چانس په لاس راکوي.

پایله
طبیعي حوادث، اقتصادي رکود، جگړ‎ہ ایزې بدمرغۍ، وبا، طاعون، کرونا او او ځینې نور داسې حالتونه دي چې د یوې سیمې یا ھیواد چارواکي او ادارې یې اټکل نشي کولای او نه د ھغه مھال ناوړ‎ہ شرایطو ته تغیر ورکولای شي.
بریالي مشران او سیاسیون ھغه دي چې په ھماغو مسلطو شرایطو کې داسې پریکړ‎ې وکړ‎ي چې د ھیواد او ولس پخیر یې وي!

کله کله ھمدا ناوړ‎ہ شرایط یوہ ھیواد ته عجیب طلایي فرصتونه په لاس ورکوي.
له ھغه مھاله چې سویډني نوبل ډاینمنټ اختراع کړ‎، سویډن د وسلو او نورو تسیلحاتي اکمالاتو، د جوړ‎ولو ډگر ته ور ودانگل، خو د خرڅلاو لپارہ یې مناسب مارکیټ نشو پیدا کولای.
نور اروپایي ھیوادونه په اقتصادي، بشري، ، صنعتي، تخنیکي او نورو لحاظونو تر سویډن ډیر مخکې و. له دې ھیوادونو سرہ ځغاسته اسانه نه وہ خو ھماغه مھال لومړ‎ۍ او بیا څو کاله پس دویمه نړ‎یواله جگړ‎ہ ونښتله.
ھغه داسې شر و چې د سویډن پکې خیر و.
د جگړ‎و له پیل سرہ سویډن خپل ناپئیلتوب اعلان کړ‎.
اروپایي ھیوادونه په دوہ ډلو وویشل شول او جگړ‎ې پیل شوې. سویډن، په ډیر مھارت، په دواړ‎و غاړ‎و وسلې او مھمات خرڅول.
تر جگړ‎ې پس چې جگړ‎ہ ځپليو ھیوادونو خپل زخمونه څټل، مرھم پټۍ یې غوښتې، سویډن پرې مرھمونه او پټۍ پلورلې.
په پنځوسمه لسیزہ کې، دا سوړ‎، تیارہ او فقیر ھیواد دومرہ شتمن شوی و چې د جرمني، فرانسې، فنلنډ، او نورو ھیوادونو اتباعو غوښتل د ښه او مرفه ژوند په ھیله ھلته د اوسیدلو لپارہ لاړ‎ شي.
ھغه روسان چې یو مھال،سویډنیان یې ھیواد ته د غلاو لپارہ ورتلل، اوس ھلته د ښې راتلونکې په ھیله په قاچاقي لارو ورتگ پیل کړ‎ی و!
سویډني مشران ھوښیار خلک و. فرصت په لاس ورغی نو بې درنگه یې د خپل ھیواد او ولس پخیر ترې گټه پورته کړ‎ہ.
افغانستان له سویډن څخه په لا ښه حالت کې قرار لري. ھغوی سرہ دوہ فرصتونه و؛ امنیت، او د وسلو خرڅولو ستر مارکیټ، خو افغانستان له سویډن څخه څو چندہ زیات طلایي فرصتونه په واک کې لري.
سرتاسري امنیت، د خپلو طبیعي زیرمو د را ایستلو قوي ارادہ، د حریصو گاونډیانو داخلي ستونزې، د بفر زون له حالت څخه پر تجارتي څلور لارې بدلیدل، د نړ‎ۍ د اھمو سیمو تر منځ د اتصال نکته کیدل او نور…

افغانستان د الله عزوجل په لار کې بې مثاله قربانۍ ورکړ‎ي او ښایي د ھماغو قربانیو په پاداش کې الله تعالی ورته د بې ساریو طلایي فرصتونو موکه برابرہ کړ‎ي وي.
په داسې ناوړ‎ہ حالاتو کې د امارت واک ته رسیدل او د یوہ ضعیفه او ناتوانه ولس په واسطه د کفارو د ستر او طاقتور جگړ‎ہ ایز ماشین، ناټو ماتیدل، د الله د عظیم قدرت ھغه مظاھر دي چې موږ‎ ته د مرحوم علامه اقبال په ژبه وایي:
ہم تو مائل بہ کرم ہیں کوئی سائل ہی نہیں
راہ دکھلائیں کسے رہرو منزل ہی نہیں

ستر فرصتونه مو د کور دروازې ته راغلي. دا اوس زموږ‎ د چارواکو او ا. ا پورې اړ‎ہ لري چې ځانونه په فرعي مسائلو لکه د ښځو کار، تحصیل او د دنیوي علومو اباحیت او فرضیت، ځانونه بسیا ساتي که له دې راغلیو طلایي فرصتونو څخه گټه پورته کوي
سویډن ته یو فرصت په لاس ورغلو، ځان یې د نړ‎ۍ شتمن ھیواد کړ‎، پر موږ‎ لله الحمد د فرصتونو باران دی چې که گټه ورڅخه پورته کړ‎و، افغانستان به د نړ‎ۍ پرمختللی او ھوسا ھیواد شي.
لوی څښتن به زموږ‎ په وسیله د یوہ رښتیني اسلامي نظام څیرہ نړ‎یوالو ته وړ‎اندې کړ‎ي.
داسې یو نظام چې غرب ورڅخه په ویرہ کې دی، داسې یو نظام چې د غربي ظالم سرمایه داري نظام د بدیل په توگه نړ‎ۍ ته وړ‎اندې شي او داسې یو نظام چې اسلام یې سیاسي نه وي بلکې سیاست یې اسلامي وي.
ھیله دہ زموږ‎ چارواکي نور د وخت نزاکت وپیژني، په فرعي مسائلو ځان بوخت نه کړ‎ي او له راغلیو طلایي فرصتونو گټه پورته کړ‎ي؛ او که خدای مکړ‎ہ داسې ونکړ‎ي، فرصتونه ضایع کیږي، بیا ښایي داسې فرصتونه په پیړ‎یو پیړ‎یو په لاس رانشي، بیا زہ ھم د ھغه شعر پر ښیرا امین وایم چې وایي:
شتمنه خاورہ یې را کړ‎ې وہ، خو و مو بایله
خدای دې پر داسې ناشکرانو نور کرم نه کوي‎

والله المستعان
_______________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۱۷/ ۲۰۲۳ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx