
د خواف ـ هرات پټلۍ۴مي ټوټې دویم فاز په ډیزاین او جوړولو کې د پانګوني خبرتیا
نن ټی اسیا ( سه شنبه، ۲۹کب، ۱۴۰۱ل)؛ د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ څلورمۍ ټوټې دویم فاز په ډیزاین او جوړولو کې د پانګوني خبرتیا
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې څخه په نشر شوې خبرتیا کې راغلي چې د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ څلورمي ټوټې دویم فاز ۴۷کیلو متره ( له ده سرخ څخه د هرات هوایي میدان پورې) پروژې د ډیزاین او جوړولو اړوند د پانګه اچوني په موخه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو داخلي او خارجي شرکتونو ته چې مالي او تخنیکي توانایي ولري، بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش. کال د حمل تر ۱۵مې نېټې خپل غوښتنلیکونه چې کاري تجربه هم ورسره مل وي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته راوړي څو د داوطلبانو په لیست کې شامل شي.
په خبرتیا کې راغلي چې د پانګوني بیرته ترلاسه کول د داوطلب له طرحي او د طرفینو په موافقه د هیواد له یوه معدن څخه په نظر کې نیول شوې ده چې د موضوع پوره جزئیات په شرطونو برابر داوطلبانو سره شریک کیږي همداراز مذاکره او بررسي کیږي.