افغانستان

د پاکستان سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۹۰ تنه افغان بندیان آزاد شول

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۴۰۱ل): د پاکستان سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۹۰ تنه افغان بندیان آزاد شول

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حوت په ۲۹ مه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هیواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۹۰ تنه افغان بندیان خلاص شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد آزاد شوي بندیان د بهرنیو چارو وزارت له لارښووني سره سم په دولتي مصارفو خپل هیواد ته را ولېږدول شول.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۸۹۳ افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو آزاد شوي او خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx