افغانستان

افغانستان بانک سبا د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوری

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۹کب،۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک سبا د چهارشنبې پهورځ ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان بانک څخه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې افغانستان بانک غواړي چې د روان۱۴۴۴ کال د شعبان المعظم میاشتي په ۲۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لاري تر ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو پوري د لیلام په ډول وپلوري.

په خبر کې راغلي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

خبر وایي چې داوطلبۍ کې ګډون ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځي تر پایه پوري تصفیه کړي.

خبر کې همداراز راغلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx