
مُعتَمِر مُزمل!
عطاء محمد ساهو- مزارشريف
اِنَّ اللهَ یُحِبُّ التّوّابِینَ و یُحِبُّ المُتَطَهِّرِین!
کوم بنده چې خپل ربّ ته ګران شي، بیا یې ور غواړي، لوی څښتن پاک او اقدس ذات دی، پر همدې بنسټ پاک او توبه کوونکي خلک خؤښوي.
د ځمکې پر مخ تر ټولو مقدس مکان، د توبې او دعاء قبلؤلو تر تولو اللهج مقرّب مکان، د خدایج کور “کعبه شریفه” ده.
دا د پخواني حجاز او اوسني سعودي عرب په مکه مکرّمه کې کعبه شریفه، چې د اللهج کور دی، د ابراهیم مقام دی، د اسماعیل د ذبحې او زمزم کارنامه ده، د هاجرې د سعیو “صفا او مروه” ده، د آدم او هوا د پېژندګلوئ”عرفات” غؤنډۍ ده، زموږ د ستر پیغمبر د ریاضت ځای”حُرا” غار دی، د زرګونو پیغمبرانو د نقش قدم مکانونه دي، د چهاریار کبارو د خلافت مسند او منصب دی، هلته د جنّت باغچه ده، د ټولې نړۍ مسلمانانو د عبادت قبله ده، له خپل معبود سره د عبودیت د اثبات عملي ډګر دی، د اسلام د پنځم رکن”حجّ” د مناسکو اداءکؤل دي، د انبیاء علیهم السلام د رشادتونو قرینې دي او نور ډېر د الهي برکاتو او عجایباتو یادګار دی.
د دومره برکاتو او حسناتو مکان “کعبې شریفې” زیارت ته له مشرق زمین څخه ورتګ به یوازې د اللهج په اراده کې وي، که اللهج ؤنۀ غواړي هېڅوک یې کور “بیت الله شریف” ته نشي ورتللای.
لیکنه را څخه اوږده نشي، خبره مې تر دې کوله، چې د موجوداتو خالقج خپل نازولي بندهګان هغه وخت خپل ځان ته ؤر غواړي، چې له ګناهونو پاک او د ښو درجو خاوندان شي، نو کله چې خالق ذاتج د جهادونو د تودو سنګرونو اتل، د مجاهدینو سرلاري او زموږ د بلخ مدبر او په ولس مین والي”شهید مولوي محمّد داوود مزّمِّل” سره د وصال نېټه رانږدې کړه، لومړۍ د نفس د ښې تزکیې لپاره خپل کورته ور ؤغوښت، هلته یې ابراهیم د برم او شأن نښانې ؤر ؤښودې، د آدم او حواء د فراق او وصال د اوښکو غؤنډۍ یې پرې ؤلیده، د اسماعیل متبرکه چینې “زمزم په اوبو کې سېراب کړ، د نړۍ د حريَّت او نبي اکرمص د ریاضت او رازو نیاز غار “حراء” یې پرې ولید، د غزواتو او فتوحاتو او د اسلام د سترې قربانۍ څلی “د اُحُد” غره ته یې ؤخېژاوه د بی بي هاجرې پر قدمونو یې ور باندې منډې ؤوهلې، په مدینه منوّره کې یې سرور کائنات او بي بي عایشي او نورو امّهاتُ المُؤمنینو د ګډ کور او نبوي مسجد دیدار ؤر نصیب کړ، د شکرانې عمرې او عبادتونه یې پرې پېرزو کړل او نور په بې حسابه روایات او حکایات یې پۀ ذهن کې ؤرته متصوِّر کړل، له ګناهونو یې پاک کړ او بېرته یې مشرق زمین، خپل ټاټوبي افغانستان او د مسئولیت سیمې”بلخ ولایت” د لنډ مدیریت او خدمت موقع ورکړه، تر څو د خپل معنوي سفر او مقدسو مکانونو د اعجاز او حکایاتو لنډ نچوړ او اجمالي پیغام خپل ولس ته بیان کړي.
شهید مزّمِّل صیب د عمرې”نفلي حج” تر اداء کؤلو وروسته، تر پخوا زیات متواضع، خپل مسئولیت ته متوجه و.
د بیت الله څخه یې د راتګ دوه دری اونۍ نه وې تېرې شوې، چې اللهج د منحوث دښمن پر لمن د تور او خونکار داغ په اېښودلو سره، د شهادت لوړې مرتبې ؤر پۀ برخه کړې، دښمن ته یې د “قتل النّاس … ” دروند پېټی ؤر پۀ غاړه کړ.
شهید مزّمّل د معمول پۀ ډول د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب “حوت” میاشتې په ۱۹مه، تر عبادت او ذکر و فکر وروسته د رسمیاتو په پیل کې، تر څو مراجعین زیات تم او انتظار نشي، د خپل دفتر پر لوري راځي، خبر نه و، چې نن دې د هغه خالقج سره د وصال او دنیوي کارونو او خلکو سره د دایمي فراق ورځ ده، چې په مخه به دې ګلونه “رڼاګانې او مقامونه نصیب شي او تر شا به دې لوی قیامت، د ماشومانو د زګېرویو ګړنګهار او یو عمر د پلار تشه پاتې وي.
د ا.ا.ا به د شهید مزّمِّل په شان په سلګونه زلمیان را لوی کړي او دا سپېڅلی سنګر به ګرم او پاک ساتي؛ خو دښمن بۀ هم پر دې دنیا زبون او نسکور وي او هم به په آخرت کې تر حساب او کتاب وروسته پۀ جهنُّم کې “خٰلِدِین” وي.
د ارواښاد شهید مولوي محمّد داوود مزّمّل مړینه، کۀ څه هم د خپل پۀ نزد ژوندی دی؛ د ا.ا لپاره ستره ضایعه ده او دا تشه به تر ډېره ډکه نشي.
اللهج دې د شهید مزّمِّل ماشومانو ته اوږد او با سعادته عمر ؤر پۀ برخه کړي، کورنۍ او خواخؤږو ته یې د جمیل صبر غؤښتنه کوم.
فَصَبرٌ جمیل
انّا لله و انّا الیه راجعون!
عطامحمّد ساهو ـ مزارشریف