
د پند ځنځير (۳)
جواد مجاهد
– د موضوع پوره پلټنه کوه. د غائبو په هکله د حاضرو خبرې مه منه او د دريم په مخکې دوهم ته نصيحت مکوه.
– له چل او دوکې څخه هيڅکله هم کار مه اخله. ساده او پاک زړی اوسه. دا مؤمنه ټولنه ده، مه يې بدرنګوه!
– د ژوند په چارو کې له تدبير څخه کار اخله. په پريکړو کې له بيړې څخه کار مه اخله.
– که چيرې د أمير له لوري په کوم کار مأمور شوې نو آخرت په پام کې ونيسه او وروسته يې ترسره کړه. دنياوال پرېږده چې ستا په اړه څه وايي! هغوی دې خپل کار کوي. د امير په اطاعت کې ډير خير دی.
– څومره دې چې وسه وه، نيکۍ وکړه؛ حتی که له لارې څخه د ازغيو ليرې کول هم وي. د آخرت تله درنه کړه! ذهن به دې له دنیوي غمونو سپک شي.
– اصل خو جهاد دی نو د مجاهدينو قدر وکړه. مجاهد ته په هغو کسانو باندې چې ناست وو، څو چنده غوره والی ورکړل شوی دی. ته پدې هکله له الله تعالی څخه ووېرېږه او د مجاهدينو قدر وکړه! الله تعالی مجاهد قدرمن کړئ، ته یې مه بې قدره کوه.
– په نورو باندې تر خپله وسه امر مکوه. دا بده ده. ته جوړ یې، الله تعالی په روغتيا نازولی يې نو چالاک او بيدار اوسه! که هر څومره لوړ هم يې خو بيا هم له نورو څخه د هيڅ تمه مکوه!
– موبايل ته ډير وخت مه ورکوه. که یوه شیبه هم درته اسانه وي، نو مخ ترې واړوه. د اړتيا په اندازه یې استعمال کړه خو د اړتيا تعين دې ستا نفس نکوي، ځکه نفس دې دښمن دی او ژوند دې ورانوي، ابدي ژوند.
– کوښښ وکړه چې له جماعت څخه بيل نشې. په مؤمنه ټولنه کې چې ته يوازې شې نو نفس او شيطان درته يو شي! بيا نو پټه جګړه ډيره درته سختېږي. د صالحينو سره صحبت کوه؛ دا کار دې شخصيت جوړوي.
– د پند ځنځير مه پرېږده چې کړۍ يې لنډې شي. ويې غزوه! تر نورو يې هم ورسوه او نورو ته د نيکو خبرو د رسولو په صدقه کې ځان شريک کړه، عجيبه اسانه کړنه ده.
نور بیا… ان شاء الله.