
استاد کمال هلباوي؛ د شوروي ضد جهاد یو خواخوږی مخکښ دعوتګر!
استاد زمان مزمل
د خواخوږو پوروړي افغانان:
شوروي پلوه کودتاه او ورپسې جوخت د شوروي اتحاد قرنتین اشغال دا هغه حوصله ماتونکی او ایمان پارونکی تحول وه چې په همدې دوه ملحُوظو یې افغانان په وروستي پړاو کې د یؤ لوی تاریخي ازمېښت په وړاندې ودرول.
له طائف مې عمره تړلې وه په لاره کې چا راته په غوږ کې وویل:
په افغانستان کې د نور محمد تره کي په مشرۍ کودتاه وشوه.
باور مو وشه هومره مې سوچ او غړي سره مخ او استر شول ما ویل چې له مکې نه په احرام کې طایف ته روان یم.
د نېکه مرغه څو کاله مخکې په پوهنتوني غونډو او ټکرونو کې موږ او خلقیانو یؤ بل ښه پېژندلی و، ولې زه د احرام په جامو کې ځکه په روحي لحاظ وشړېدم چې اندېښنه مې دا وه څومره چې موږ دغه له خپل تاریخ او تهذیب شکېدلي پېژنو اندېښنه مو دا وه چې ملت او کلیوالې سیمې خو ددغو له سیاسي او ایډیالوژیکي سوې جغرافیې نه ناخبره دي.
ولې د تقدیر ګوتو قضیه له مقابل لوري ډېره مناسبه ډیزاین کړه.
کودتاه ،کودتاچیانو او په خپله شوروي اشغالګرو دغو ټولو د خپلې کبریا له خامې بلۍ په همدې غلط سوچ او پرله پسې سیاسي غلطیو او د بې رحمه مظالمو په لړ کې دې غیور ملت ته ډېر په کمه او سپکه وکتل او دغه ستالیني لښکر د خپل سرَه اشغال په مظالمو کې مظلوم افغانان هومره زر او ژور د دوی د پلیتو پلانونو په اړه هم اګاه کړل او هم یې د هغوی پر ضد په یؤ لوړ شهامت کې ودرول چې په دې لړ کې مجاهدینو او ډلو نور تبلیغاتو ته ضرورت پیدا نه شو دا عزیز ملت د هغوی د ظلم او غلط سیاست په مدار کې خپله په یؤ خودکار ډؤل هم وپارېد او هم وجنګېد.
ددغه بې توازنه جنګ د سر خبر او راپور په ګاونډیانو او اسلامي نړۍ کې پرګنې او مسلمانان په عاطفي لحاظ ددغه نوي پارېدلي ملت خواته له زړه متوجه کړل بلکې تر هرات، مزار او پېښوره یې د ملګرتوب جذبه پکې ایجاد کړه.
په دې اړه لکه څنګه چې افغانان په یؤ معجزه تحول کې د کودتاچیانو او شورویانو پر ضد متحد ودرېدل همداسې د نړۍ مسلمانان له ځلمو نه نیولې تر لویو استادانو او دعوتګرانو پورې د وخت د شرایطو نه په استفاده له افغانانو سره ددې جهاد په کاروان کې ملګري شول.
یؤ له دغو رضاګارو باایمانه مجاهدینو نه چې له پیله تر پایه بلکې د امریکا د اشغال په دوران کې هم په سوچ او قلم د افغانستان له ملت سره ودرېد خدای بخښلی استاد کمال هلباوي وه.
په دې اړه یؤ ډېر عزیز نوملړ مې په خیال کې راګرځي چې د هغوی د جملې نه ابوبدر، عبدالله العقیل، عبدالعزیز ابن باز، استاد محمد قطب، استاد کمال الدین سنانیري، استاد شهید عبدالله عزام، شهید اسامه بن لادن ، محمود الصواف، عبدالمجید زنداني، استاد مصطفی مشهور، ډاکټر میلت او استاد کمال هلباوي دا ټول هغه مسلمانې سټې وې چې د شوروي ضد جهاد کې یې د ډېرو افغانانو په پرتله ژوندۍ برخه واخــستله او اسلامي نړۍ یې له دغه لومړي قدوه جهاد سره داسې غوټه کړ چې د شوروي د ماتې د علامو د برسېره کېدو سره جوخت نور امریکا او امپرالېزم د مات شوروي ټول پلانونه او دښمنۍ د همدغې غوټې د پرانیستلو په اړه په پټه او ښکاره په کار واچولې.
موږ افغانان په خپل تېر جهاد کې ددغو عزیزانو ځکه پوروړي پاتې یو چې موږ د جهاد پایله پر کورنۍ جګړه ودروله او دغه عزیزان مو د ناهیلۍ هغه چـــړ ته وغورځول چې امریکا او اروپا د هغوی او زموږ افغانانو لپاره د همدغه چـــړ ارزو او نقشه درلوده.
د تېر جهاد صفحات او تحولات دومره سر په سر او امبار شول او غلط سر په سر امبار شول چې له کبله یې د امریکایي اشغال په دوران کې یؤ شمیر زیات بې تجربې ځوانان سېکولر سوچ ته وښویېدل بلکې د خپل دین او تاریخ پر ضد د امریکایي اشغال بلۍ ته دمه شول.
یؤ له هغو خواخوږو دوستانو نه چې ټول عمر یې د اسلامي سوچ او د ځوانانو په جوړولو کې وقف کړی وه له مصر نه تر سعودي او له سعودي تر پېښوره او له پېښوره د مجاهدینو تر کابله په یوه خوړین او زهره چاودي سفر کې ځان او کورنۍ واقعاً د في سبیل الله جهاد لپاره وقف کړ استاد هلباوي وه.
کلیوال کلتور چې ډېری برخه یې غیرت او حماسې پوښي هغه د جنګ او مسلحو مقاومت لپاره یؤ مناسب بستر دی د بده مرغه چې همدا کلیوال سوچ او ثقافت د حکومتولۍ او سیاسي ژوند لپاره بیا هومره مناسب ظرفیت نلري.
د همدې ځایه استاد کمال هلباوي د جهاد او مجاهدینو د حماسو پای او راتلونکې مناسبه نه لیدله او ډېر وخت یې په عربي جهادي مجلو او جلسو کې د مشرانو او کشرانو پر توجه او توعیه کار وکړ تر څو هغوی د خپل راتلونکي سیاسي تحول لپاره په یؤ مناسب ظرفیت کې جوړ کړي ولې د بده مرغه د جهاد مشرانو د نومیالي جهاد په هنګامه او موج داسې سپاره وه چې ځانونه یې په هر مجال کې عقلِ کُل او د سټېج ټېکه داران ګڼل د بل عرب او عجم له مشورو بې نیازه وه.
استاد هلباوي د پېښو او مجاهدینو پر مزدحم پېښور کې د جهاد په اړه هم اندېښنې لرلې او هم یې د خپلې زاره چاودي مسافرۍ په لړ کې، نه له مشورو ستړی شو او نه یې هغه خلاصه ټنډه او له مسکا ډکه څهره بدله شوه.
اوس هم چې ما د هغه د غمجن مرګ خبر واورېد، پوهېږم چې د ډېرو افغانانو په پرتله یې کېدای شي د افغانستان په اړه د امنیت او باثباته افغانستان اندېښنې او ارمانونه له ځان سره ګور ته وړي وي.
افغانان د خپل ایمانداره تاریخ له مخې د ډېرو ملتونو په زړه کې همدغسې یؤ ځای لري.
زه به د استاد هغه وروستی پیغام چې څو میاشتې مخکې یې ماته صوتي رالېږلی وه ورونو ته وړاندې کړم تاسې به خپله پوه شئ چې د اتیا کلن هلباوي په زړه کې افغانانو ته څومره اوچت ځای درلود.