
د افغانستان تاریخ
مفتي راشد
په اول وار چې مې سلطان محمود غزنوي رحمة الله عليه د ابن کثیر په کتاب کې وليدلو نو حيران شوم، چې دا ګوره د افغانستان يو سلطان هم لا دومره حيثيت لري چې په البدايه والنهايه کې په دومره درناوۍ سره ياد شوی، بیا خبر شوم چې تقريبا د اسلامي تاريخ يوثلث هغه اَعلام تشکيلوي چې له افغانستان سره تاريخي تړون لري.
سفينه بلخي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم خادم وو، حضرت یَفدِيدوَيه (محمد) رضي الله عنه له هرات څخه تللی او په رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړي وو. حضرت عباس رضي الله عنه به د تجارت لپاره هرات ته راتللو او په زِندَجان کې يي شپې کړي دي.
هرات، بلخ، بادغيس، نيمروز، هلمند د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کې فتح شوي، او کابل ته بيا د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کې فاتحین را ورسيدل.
د حضرت معاويه رضي الله عنه د خلافت پر مهال يو پوره لښکر د صحابه وو او تابعينو د کابل د دوهم وار فتحې پر مهال شهيدان،او يو لښکر د اقرع بن حابس رضي الله عنه په مشرۍ له خپل امير سره د جوزجان د فتحې پر مهال شهيدان شوي دي.
په لسګونو داسې صحابه کرام شته چې د افغانستان مختلفو سيمو ته راغلي یا له دې سيمو سره تړاو لري.
يوه بله نادره خبره دا هم مخته راغله چې د اکاسره وو اصلي ټاټوبی بلخ وو، له هغه ځای نه بابل او له هغه ځای نه مدائن ته منتقل شوي دي.
د کسرا له لوري نه د يمن والي باذان رضي الله عنه د بادغيس د بالامرغاب وو، چې ملګرو يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د کسرا پيغام ور وړی، خو آخر بيا باذان پر رسول الله صلی الله عليه وسلم ايمان راوړو.
د دې مطلب دادی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بعثت هم د افغاني دودمان د يوې امپراطوری په حدودو کې شوی وو، او د افغانستان خلک د ده له تعليماتو ناخبره نه وو.
د کسرا د شکست پر مهال د (مرو) والي ماهويه السوري هم افغان وو چې وروستی کسرا يي اوووژلو او مسلمان شو.
د افغانستان ولس اسلام له زړه ومنلو، ځکه نو وروسته بيا په زرګونو فقهاء او محدثين پکې پيدا شول.
افغان امير فولاد سوري دغور هغه تاريخي بادشاه وو چې د عباسي خلافت د قيام لپاره يې له ابو مسلم خراساني سره اوږه په اوږه ولاړ وو.
اما بوحنیفه د کابل، امام ابو داود د نيمروز، خطابي او ابن حبان د هلمند د لشکرګاه، سعيد بن منصور د جوزجان، قتيبه بن سعید د بغلان، شقیق بلخی او ابراهيم بن ادهم د بلخ، امام بغوي د هرات د بغشور، ازهري د هرات، او نور په سلګونو ستوري چې افغانستان کې يې اسلاميت ته ابديت ور وبخښلو.
د تعجب وړ دی چې د پښتو ژبې اول شاعر امير کروړ بن فولاد د غور په سفيد کوه کې په ۱۵۴هـ وفات شوی دی ، او د همدوی له سلسلې نه د شهاب الدين غوري او شيرشاه سوري افغانيت هم يوه نادره تاريخي خبره ده، د محمود غزنوي او احمد شاه ابدالي د هند غزاګانې هغه څه دي چې هر افغان ته د خوښۍ او اسلامي افتخار الهام ورکوي.
په غزني کې د البيروني مدرسه او همدلته يې وفات، د بلخ ابن سينا او نور په لسګونو طبیان فلک دانان او عالمان مو د زوان نسل د تحقیق څېړنې او ابتکاراتو قدم مضبوطوي.
زه چې په اول وار خبر شوم چې د هند مجدد الف ثاني رحمة الله عليه او هم اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه اصلا افغانان دي، ډېر حيران شوم، بيا وروسته د همدوی د نيکه حضرت فرخ شاه رحمة الله عليه مزار هم راته معلوم شو چې د نجراب په فرخ شاه دره کې دی.
د ستر محدث انور کشميري رحمة الله عليه په هکله راته د هغه د مرحوم پلار پر مزار باندې له نصب شوې لوحې نه دا څرګنده شوه چې دی هم زمونږ د امام صاحب امام ابو حنیفه له اولاده څخه دی.
د افغانستان د اسلامي تاريخ تَل ته ور کوځيدل او د دې سيمي د تيرو علماوو فقهاوو محدثینو بزرګانو او فاتحينو پيژندل مونږ ته د اوسني جهاد او مبارزې پر مهال د د ې ولس د بچيانو د ثبات او استقامت راز څرګندوي.
زمونږ له جغرافيې نه د لهراسب او دهغه د اولادونو اوږده بادشاهي، د بابل شاهان، او د اکاسره وو اوږمهالې بادشاهي، همداسې د غور د شاهانو پښتونوالی او افغانيت، په ملتان او هند کې د افغان لودهيانو اوږده بادشاهي، په هندوستان باندې د غزنويانو او غوريانو سلطنتونه، د هوتکو د قندهار او اصفهان واکمني او په آخر کې د احمد شاه بابا افغانستان، دا هرڅه مونږ ته د سلطنت امارت او بادشاهۍ حوصله راکوي.
دا هر څه بايد د دې لپاره را ټول کړو چې په خپل اسلام مو نور هم باور زيات، امارت ته مو حوصلې لوړې، او کوم مسلمانان چې د جهاد پر مهال له افغان ولس سره ولاړ وو د مال او ځان قرباني يې ورکړه- چې هغوی هم مطمئن او تسل شي چې د کومې خاورې لپاره چې مو قرباني ورکړه هغه تر دې هم مقدسه او پر ډېر څه ارزيده.
مفتي راشد
شعبان۱۴۴۴ه/كابل