افغانستان

وزیر اکبرخان ملي روغتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت عملیات خونه جوړیږي

نن ټکی اسیا ( چها شنبه، ۳۰کب، ۱۴۰۱ل): وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت عملیات خونه جوړېږي.

د وزیر محمد اکبرخان په ملي او تخصصي روغتون کې د یاد وزارت د مسؤلینو لخوا د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په نړیوال سټنډرډ برابره د یوې عملیات خوني او ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

یاده وانۍ به په څلورو پوړونو کې په نړیوال سټنډرډ برابره جوړېږي چې مجهزه عملیات خونه، کنفرانس هال، ریکوري خوني او نورې مختلفي برخې به ولري.

د یادولو ده چې د یادي عملیات خوني ټول لګښت د ا.ا.ا. له داخلي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx