افغانستان

د تېري شپې زلزلې ۲۲ تنو هیوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۳۰کب، ۱۴۰۱ل): د تېري شپې زلزلې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د عامه روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي چې په هیواد کې د تېري شپې زلزلې له امله ۲۰ تنه هیوادوال ټپیان او ۲ تنه شهیدان شوي دي.

بلخوا را پورونه وایي چې په لغمان ولایت کې د یادي زلزلې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو په اساس د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ کې یوه ماشومه او مرکز مهترلام کې یوه مېرمن شهیده شوې او ۱۰ نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د عامه روغتیا وزارت ویاند وایي چې ټول روغتیایي مراکز او مسؤلین اماده دي ترڅو د خپلو هیوادوالو ژوند وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx