Arbakha1091

پروان کې امریکایانو ۳ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو په پروان ولایت کې په یوه برید کې ۳ اربکیان وژلي او یو يې ټپي کړی دی.

د پروان ولایت د والي ویاند وحید صدیقي د پېښې د پخلي سره ویلي چې امریکایي ځواکونه د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ ته تللي و.

صدیقي زیاتوي چې له امریکایي ځواکونو سره هوايي ځواک ملګرتیا کوله چې په غره کې له تحقیقه پرته يې د سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) په پوسته بمباري وکړه چې په ترڅ کې ۳ اربکیان ووژل شول او یو ټپي شو.

صدیقي په وینا امریکایي ځواکونو پرته له دې چې معلومه کړي چې لاندې وسله وال طالبان نه؛ اربکیان دي، بمباري وکړه.

په پولیسو، اردو او اربکیانو د امریکایانو بمبار لومړی ځل نه دی، تر دې وړاندې هم امریکایي ځواکونو څو وار په امنیتي ځواکونو باندې بمبارۍ او هم يې مخامخ نښتې ورسره کړي.

امریکايي ځواکونو څه موده وړاندې په لوګر کې د ملي اردو په یوې پوستې بمباري وکړه چې په ترڅ کې يې ۵ عسکر ووژل شول.

افغان حکومت که څه هم د لوګر د برید په اړه سست غبرګون وښودلو خو په اربکیانو د برید په اړه یې تر دې مهاله هیڅ غبرګون نه دی ښوولی.

دا په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې یو افغان سرتیري په کابل کې په یوه پوځي پوهنتون کې د بهرنیو ځواکونو په افسرانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې د یو امریکايي جنرال په شمول ۴ بهرني افسران مړه او ۱۵ ټپيان شول. د ولسمشر کرزي په شمول افغان حکومت دغه برید په سختو ټکو وغندلو او له امریکايي ځواکونو سره یې غمرازي ښکاره کړه.

شننونکي وايي چې د امریکایانو له لورې د سیمه ییزو پولیسو په وژنه د افغان حکومت نه غبرګون دا جوتوي چې حکومت ته تر افغانانو څو چنده زیات د امریکایي عسکرو وینه مهمه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د