نظــر

د خپل وطن په غېږ کې

پوهاند محمد اسماعيل يون

پرون( سه شنبه) مازیګر مې د ژوندون ټلوېزیون خبریال( بشیراتل) ته وویل چې د سهار تر لمانځه وروسته راپسې راشه ، یو لنډ سفر لرو.هغه وویل زه خپل موټر راولم لیني او قوي موټر دی. سهار شپږ بجې مو له کابله د جلال اباد پر لوري حرکت وکړ.

د ټلوېزیون بل کارکوونکی( فضل) مو هم ځان سره ملګری کړ.(۹) بجې جلال اباد ته ورسېدو، چای مو جلال اباد کې په خپل کور کې وڅښه ، خپل ملګري او ټولنیز شخصیت؛ حاجي صیب بریالي ګردیوال ته مې زنګ وواهه ، ما ویل که وخت لرې یو غلچکی سفر به وکړو او ځینې ځایونه به وګورو. هغه وویل درغلم.

یوولس بجې مو له جلال اباد ښار څخه د کامې پر لوري حرکت وکړ. بشیر اتل د بهسودو پله پر سر خپله کمره عیاره کړه ، د بهسودو ولسوالۍ ځینې اړوندې پخواني سیمې ، چې اوس د ښار برخه ګرځېدلي ، هغه مو وکتلې ، حاجي صیب ګردیوال ، اتل ته معلومات ورکول.بیا مو د کامې پله تر څنګ هغه ودانۍ وکتله چې د یو پوهنتون او علمي مرکز لپاره مو جوړه کړې ده.

اتل د یو ټلوېزیوني راپورتاژ د جوړونې کار پیل کړ. غرمه مو د کامې پله تر څنګ له ښاغلي فردوس ګردیوال سره تېره کړه، هغه د کونړ سیند د کبانو بندوبست کړی و. د ماسپښین تر لمانځه وروسته د کامې ولسوالۍ پر لوري رهي شو، د کامې ځینې ښکلې سیمې مو وکتلې، ورپسې مو د ګوشتې ولسوالۍ ځینې ښېرازې سیمې وکتلې، حاجي صیب بریالي ګردیوال د لارې په اوږدو کې د خلکو د ژوند او د سیمې د حالاتو او حاصلاتو په باب معلومات راکول.

له ګوشتې څخه تر لعلپورې پورې یو خامه سړک غځېدلی، فردوس راته د سفر په پیل کې او د سیمې خلکو راته خامه سړک ته د داخلېدو پر وخت وویل چې سړک خامه دی او لاره اوږده، ستاسې موټر ټيټ دی او امنیت هم د نورو سیمو په شان دلته ډېر مطمئن نه دی، نوره مو خپله خوښه، خو موږ ورته وویل توکل پر خدای ورځو پرې. اوږده لاره مو ووهله، دلته د غرو له لمنو رانیولې بیا د سیند تر غاړې دومره وچه سوې لوې لویه دښته پرته ده چې که د اوبو غم یې خوړل شوی وای، ښار او ښارګوټي په کې جوړ شوي وای، نو نیم افغان مهاجرین په کې ځاییدلای شوای. حاجي صیب ګردیوال وویل چې د سردار محمد داودخان د انکشافي پلان له مخې د کامې بند د جوړېدو یو هدف دا و چې دې ډاګ ته اوبه راپورته کړي. که دا کار شوی وای نو دې سیمې به اوس د ننکرهار د غلې د کندو حیثیت خپل کړی وای.

په دې دښته کې تر اوږده سفر وروسته د لعلپورې ولسوالۍ د (ګل ډاګ) کلي ته راغلو، هلته مو د( ملک علي اکبر) په هوجره کې څو شېبې د سیمې یو شمېر ځوانانو او کلیوالو سره وکتل ، په لاره کې مو له یو شمېر نورو سيمه والو سره هم لیده کاته وشول، د خلکو د ژوند له حالاتو مو تر یوه حده ځان خبر کړ، بیا ( لعلپورې) کلي ته راغلو ، د ولسوالۍ مقر هم همدلته دی، دلته نو د سیمې یو شمېر ځوانان او مخور موږ ته د ښاغلي (غیرت) په هوجره کې منتظر وو، غیرت د سیمې یو مخور علمي کدر او ټولنیز خدمتګار دی،( ۱۵ )کاله کېږي چې له موږ سره ملګرتیا لري، په سیمه کې پر ټولنیرو کارونو سربېره یې یوه خصوصي لېسه هم فعاله کړې، دلته مو له یو شمېر فعالو ځوانانو او فرهنګیانو سره وکتل، هغوی په لنډو او کوټلو الفاظو پر سیمه باندې پر تېر شوي جګړه ییز ناتار او نورو ناخوالو رڼا واچوله او له اوسني حکومته یې هم خپلې هیلې بیان کړې، د شپې لپاره یې ډېر ټینګ ست وکړ، خو موږ ترې په زور رخصت واخیست.

د حرکت پر مهال زموږ د موټر لايټونو کار پرېښود، د تلېفون پر رڼا د لعلپورې پر پله راپورې وتو. دا مهال نو سخت باران ، تالندې او وروسته ږلۍ را ایسار کړو، حاجي صیب بریالي ګردیوال عاجل له خپل کلي( ګردي غوث ) څخه بل موټر راوغوښت، د هغه په رڼا تر لویې لارې او هلته نږدې یو تېلو ټانک ته ورسېدو، د حاجي صیب ګردیوال ملګری مستري هم و، ژر یې زموږ د موټر څراغونه جوړ کړل ، ګردي غوث کلي کې د حاجي صیب ګردیوال هوجرې ته راغلو، هلته هم یو شمېر مشران او ځوانان موږ ته منتظر وو، هغوی سره هم د لنډ وخت لپاره کېناستو ،د ډوډۍ لپاره راته ډېر ټینګ شول، خو موږ وویل اوږد سفر دی باید کابل ته ځان و رسوو. تر یو لنډ مجلس وروسته مو له هغوی څخه خدای پاماني واخیسته.

په دې لنډ او تنګ سفر کې مو د کامې، ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو د لارو په اوږدو کې ګڼ شمېر ښېرازه او ابادې سیمې وکتلې، خو د غرونو لمنې او وچې دښتې هم کمې نه وې، چې عاجلې زرغونتیا ته منتظرې وې.

خلکو کې یو څه وینه غوړېدلې وه، خو د جګړې او اقتصادي فقر تاثیرات یې هم په ژوند کې له ورایه څرګندېدل، خو کوم څه چې د دې سیمې د خلکو په وجود کې ډېر ثابت او څرګند وو هغه د دوی افغاني غرور او مېلمه پالنه وه؛ چا پېژندلو او کنه، خو بې سته یې پرې ابښي نه یو: شپې ته پاتې شئ، ښه عزت به مو وکړو، راشئ لږ دمه شئ، شیدو چای به وڅښئ، مجلس به وکړو. که هټوال و که کلیوال، که ځوان و که زوړ، خان و که غریب، دې عنصر په ټولو کې یو شان وده کړې وه.

اوه نیمې بجې د مومندرې ولسوالۍ له ګردي غوث کلي څخه د کابل پر لوري رهي شو، ګردیوال صیب مو د جلال اباد ښار د حلقوي سړک پر سر د خپل کور څنګ ته کوز کړ او په ډېر زحمت مو ترې اجازه واخیسته، په درونټه کې مو د کور لپاره ننګرهاری سوغات (پتاسې او پنېر) واخیست ، د شپې (۹) بجې مو له دې ځایه حرکت وکړ.

اتل او فضل ته مې وویل چې د نانوايي وچه ډوډۍ به په لاره کې له پنېره سره خورئ، سړی چې سفر وهلی وي، ښه ستړی او وږی وي، نو دا ډول ډوډۍ هم ورته سخت خوند ورکوي. په لاره کې له دې خوا او اخوا سختې امنیتي څارنې او تلاشۍ وې، اوسني پولیس که څه هم لباسونه یې منظم نه وو، خو اخلاق یې سخت منظم وو، د شپې لس بجې د ورېښمو تنګي ته ورسېدو، د تېر څلوېښت کلن ناورین په بېلابېلو پړاوونو کې دا سیمه ډېره خونړۍ لاره وه، خو اوس موږ په ډاډه زړه په کې سفر کاوه، له کابله هم ډېر موټر د جلال اباد پر لورې روان وو.

په شخصي لباس په پټو کې تاو د وخت یو ږیرور پولیس زموږ موټر ودراوه، ویل یې مخکې سېټ کې څه دي؟ فضل ورته وویل کمره . ده وویل د څه شي کمره ؟ اتل ورته وویل د تلوېزیون کمره، موږ د ژوندون ټلوزیون خبریالان یو، ده وویل والکه خو تاسو خبریالانو هم چندان توره کړي وي، کله کښته کېږئ کله پورته نور کار مو معلوم نه دی. ما ورته وویل دوی څه وکړي چې ته خوشاله شې او هغه کار ته توره ووایې؟ ده وویل یوه ورځ هم په شپه کې رانغلل او زموږ د حال پوښتنه یې و نه کړه چې تاسې څنګه یاست؟ امنیت مو ټینګ کړی او کنه ؟ بس دلته منډه کړه او هلته منډه کړه، ما ویل همدا اوس کامې، ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو څخه راغلل، هلته یې له خلکو سره مرکې وکړې، ده ویل ښه نو څنګه و هلته امنیت؟ موږ وویل ډېر ښه و، ان د ظاهرشاه د وخت د امنیت په شان ، ده ویل ښه به څنګه نه وي اوس دلته زمریان اوسي، زمریانو امنیت ټینګ کړی، څوک پورته هم نه شي کتلای.

ما وویل امنیت خو ډېر اعلی دی، خو چې دا د ډوډۍ غمه مو هم یو څه خوړلې وای، نو کار به ډېر ښه شوی وای. ده وویل د ډوډۍ غم مه کوئ، هغه د الله کار دی، الله روزي رسان دی، موږ ته یې چې په غرو کې رارسوله، تاسې ته یې په سمه کې نه دررسوي؟ ډوډۍ ته تشویش مه کوئ! دې سره نور په خندا شو، ویې ویل بښنه دې وي چې ګپ مې درسره ولګاوه او څو شېبې مې معطل کړئ!

لاره کې میده میده باران و، موسم خورا خوږ و، زړه کې مې ویل کاشکې زموږ د دې وخت پولیسو له دې متانت او منظمو اخلاقو سره منظم عسکري یونفورم هم لرلای چې سیرت او صورت یې دواړه په عسکري نظم برابر شوي وای، نو به مو دنیا سره سیالي برابره وای. له سروبي څخه بیا تر کابله پورې ښه د خوند باران اورېده، په ماهیپر کې د لارې د بندښت له امله یو څه ټال شو. دولس بجې او لس دقیقې د څرخي پله تلاشۍ او یوه بجه خپل کور ته ورسېدم.په دې ډول مې هغه سفر چې د سهار پر شپږو بجو پیل کړی و تر (۱۹) ساعته کار او مزله وروسته د شپې پر یو بجه پایته ورسوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
lopar

مزې خو تا وکړې ګیدړې چې همیش دې شونډې غوړې !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx