
د ښځو کار او تحصیل
حفيظ الدين پيرزاده
ځینې مسائل د ځنځیر د کړیو په څیر په یو بل پسې تړلي وي، لومړۍ یې د دویمې د پایښت او دویمه د دریمې د ثابت پاته کیدو لپارہ حتمي وي. چې بیا ھمدا د کړیو تسلسل یو مضبوط ځنځیر جوړوي.
زہ په افغانستان کې د ښځو کار او تحصیل ته د ھمداسې یوہ ځنځیر د لومړۍ کړۍ په سترگه گورم او وایم:
که ښځو ته د کار او تحصیل اجازہ ورکړل شي، نو؛
۱- گیله من ولس به خوشاله او د امارت سرہ به یې پیدا شوی واټن کم شي.
۲- د امارت متضرر شوی کورنی مشروعیت به بیرته ورغیږي.
۳- د امارت د مخالفینو لخوا به په ولس کې د ځالو جوړولو احتمال له منځه لاړ شي.
۴- غرب او نورہ نړۍ به تر یوہ حدہ د اخلاقي اجبار له مخې افغانستان په رسمیت وپیژني، ځکه نه پیژندلو ته به یې کوم مبرَر موجود نه وي.
۵- افغان حکومت به وتوانیږي له نړیوالې ټولنې څخه د تریاکو او نورو مخدرہ موادو د مخنیوي په مقابل کې امتیازات تر لاسه کړي.
۶- افغانستان به د نړیوالې ټولنې یو محترم غړی شي.
۷- په غربي میډیا کې به د امارت پخلاف، د حاکمې جگړہ ایزې فضا وریځې، تَتې شي، زھرجن تبلیغات به کم شي، چې په نتیجه کې به یې د ھمدې رسنیو لخوا د ااا ھغه تصویر چې ھغوی د خپلو ولسونو په ذھنونو کې ترسیم کړی، خپل ځای نسبتاً یو بھتر تصویر ته پریږدي.
۸- افغان دولت به وتوانیږي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د امریکا او ناټو لخوا پرې د تپل شوې شل کلنې جگړې تاوان وغواړي.
۹- افغان حکومت به وتوانیږي چې ھغه مجرمین، داخلي/بھرني چې په افغانستان کې یې بشري ضد جرمونه تر سرہ کړي، د گریوانه ونیسي او د جرائمو نړیوالې محکمې ته یې را کش کړي.
۱۰- د افغانستان کنگل شوې شتمني به ازادہ شي.
۱۱- افغان حکومت به د دوہ یا څو اړخیزو معاھدو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې وتوانیږي چې د غلو، مفسدینو او ملي خاینینو لخوا لوټ شوې شتمني بیرته ھیواد ته راوړي.
۱۲- ھیڅ دولت به و نه شي کولای د افغانستان دښمنان پخپله لمنه کې وساتي او یا کم تر کمه پخپله خاورہ کې د سیاسي فعالیت اجازہ ورکړي.
۱۳- زموږ د اوسني پرمختگ گراف به دوہ چندہ لوړ شي، ځکه ښځه زموږ د ټولنې نیمه او یا تر نیمې ھم زیات نفوس تشکیلوي
دا او دیته ورته نورې ډیرې گټې ھم شته.
ښځه د انسانیت د بقا ضامنه دہ.
پښتانه په عامیانه اصطلاح کې ښځه کورودانه بولي او افغانان په مجموع کې افغانستان خپل کور ! دا ستر کور پر ښځو ودان دی، بې کور ودانو د دې کور وداني متصورہ نه دہ!
د ښځو د شرعي حقوقو ( کار او تحصیل ) په وړاندې محدودیتونه وضع کول په حقیقت کې د نیمې ټولنې د فلجولو په مانا دہ!
امارتي چارواکي باید د امارت د بقا او د انزوا څخه د را ایستلو لپارہ چې څومرہ ژر کیږي د ښځو د کار او تحصیل په مخکې پراته خنډونه ُلرې کړي! ھمدغه شرعي لار ھم دہ!
والله المستعان
___________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۰/ ۲۰۲۳ م
لندن