
عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي یې له ملا عبدالغني برادر او مل پلاوي سره لیدلي
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۳وری، ۱۴۰۲ل): عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي یې له ملا عبدالعني برادر او مل پلاوي سره لیدلي.
د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوی یې د ا.ا.ا.د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ له لوړ پوړي دولتي پلاوي سره لیدلي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده لیدنه کې دواړو لوریو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي، اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه هر اړخیزي خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خبرو په مهال ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د تېر یوه نیم کال په مهال له ازبکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکي درلودې او د دې اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅي کوي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا هیوادونو ترمنځ د پول حیثیت لري او که له دغه ستراتیژیک موقعیت څخه ښه استفاده وشي دا به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ښه سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې مهم رول ولوبوي او په وینا یې، زه باوري یم چې افغانستان او ازبکستان خپلو اړتیاؤ او شته فرصتونو ته په کتو په سیمه کې دوه اغېزناک اقتصادي شریکان جوړیدای شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ازبکستان د پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف ویلي چې دوی په نړیوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړی او په هر حالت کې یې د افغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې دوی په ډیرو بنسټیزو پروژو سربېره چمتو دي چې د قوشتېپې له کانال څخه د اعظمي ګټي اخیستلو په موخه له اسلامي امارت سره د خپلو تخینکي ټیمونو په واسطه ګډ کار او همکاري وکړي او په وینا یې، ازبکستان چمتو دی چې د نړیوالو فورمونو په مراعاتولو او له پرمختللي ټکنالوژۍ په استفادې له امو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرني له اسلامي امارت سره د قوشتېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ملا عبدالغني برادر ازبکستان لوري ته ډاډ ورکړی چې قوشتېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوه اړخیزي اړیکي پیاوړې او دغه دوه ګاونډي هیوادونه به لا نږدې کړي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت چمتو دی چې د یو ګډ تفاهم له لاري دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي.
خبرپاڼه کاږي چې په پای کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دې دوامداره شي او د دواړو هیوادونو د مشترکو ګټو لپاره دې مثبت پرمخګتونه پکې رامنځته شي.