افغانستان

قطر له افغانستان سره د ۲ روغتونونو د تمویل په موخه ۱۷ میلیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳وری، ۴۱۰۲ل): قطر له افغانستان سره د ۲ روغتونونو د تمویل په موخه ۱۷ میلیونه ډالرمرسته کوي.

د عامه روغتیا وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ قطر هیواد ته د تللي پلاوي د سفر په نتېجه کې د قطر هیواد سره میاشت به د افغانستان د دوه روغتونونو د ملاتړ او تمویل لپاره په نږدې راتلونکي کې ۱۷ میلیونه ډالر مرسته ترسره کړي چې له دې سره به ځیني نوې برخي پکې فعالي او روغتیایي خدمات به لا معیاري شي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې له دې سره سره قطر ته د یاد وزارت اړوند له تللي پلاوي سره د هیواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو په برخه کې هم د مرستې وعده شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx