افغانستان

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره د ازبکستان د ولسمشر استازي او مل پلاوي کتلي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۳وری، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره د ازبکستان د ولسمشر استازي او مل پلاوي کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي کتلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسائلو هر اړخیزي خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه د دوو اړخیزو اړیکو له لاري مشترکو مسائلو ته حل لاري وپلټي او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هیوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځته شوي دي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ګڼو کچو سیاسي اړیکي وده وکړي او په وینا یې، په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دغه ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ورته مهال د ازبکستان د پلاوي مشر وویل چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان راغلی ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، تجارت او زراعت په برخو کې خبري اتري وکړي او زیاته کړې یې ده چې د کرني او اوبو د مدیریت په اړه د خپلو متخصصینو تخنیکي مشورې له افغان لوري سره شریکي کړي او د دوه اړخیز تجارت کچه یو میلیارد ډالرو ته پورته کړي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په بېلابېلو کاري برخو کې د دواړو هیوادونو د متخصصینو مشترک پلاوي تعین شي ترڅو په اړونده برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ فرصتونو په اړه مسلسل بحثونه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx