افغانستان

بلخ کې سېلابونه؛ له امله یې ګڼ مالي زیانونه اوښتي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۴وری، ۱۴۰۲ل): بلخ کې سېلابونه؛ له امله یې ګڼ شمېر مالي زیانونه اوښتي.

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وایي چې تېره ورځ د دې ولایت د زراع ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د بارانونو له امله سېلابونه را وتلي چې امله یې د یادي ولسوالۍ اوسېدونکو ته زیات شمېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د یادولو ده چې تر دې مهاله د مالي زیانونو د اندازې او ځاني زیانونو د اوښتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو د دې ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وایي چې زیانمنو شویو سیمو ته یې د ژغورني په موخه ټیمونه رسېدلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx