افغانستان

ملي دفاع وزارت؛ ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۳۰۰ ویجاړ شوي وسایط رغول شوي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۴وری، ۱۴۰۲ل): ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۳۰۰ ویجاړ شوي وسایط رغول شوي.

د ملي دفاع وزارت په رسمي ټویټر پاڼه په نشر شوي خبر کې راغلي چې په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۳۰۰ ویجاړ شوي وسايط رغول شوي دي.

خبر کې راغلي چې د البدر قول اردو د ابودجانه لوا د تخنیکي ټیو لخوا څه باندي ۳۰۰ نظامي وسایط چې ویجاړ شوي او د کاروني وړ نه وه، بیرته رغول شوي او کاروني ته چمتو شول.

خبر زیاتوي چې په ترمیم شويو وسايطو کې ۱۵۰ انټرنیشنل کاماز موټر، ۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانګونه، ۱۴ اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ غټ او کوچیني پور کلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي.

خبر زیاتوي چې دا په داسي حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ او تخنیکي ټیمونو تر هلو ځلو وروسته سلګونه نور وسائط هم د بیرته فعالیت په موخه تر کار لاندي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx