
ایران ته د کډوالو چارو وزارت تللي پلاوي له ایران میشتو افغانانو سره لیدلي
نن ټکی اسیا ( جمعه، ۴وری، ۱۴۰۲ل): ایران ته د کډوالو چارو وزارت تللي پلاوي له ایران مېشتو افغانانو سره لیدلي.
د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د ا.ا.ا. د کډوالو چارو وزارت لخوا لېږل شوي پلاوی په مختلفو ښارونو کې له افغانانو سره لیدلي دي.
له دې وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي چې مشري یې مولوي محمد خان خدرخېل په غاړه لري، د یران هیواد په شېراز ښار کې د افغان کډوالو له استازو سره د لیدني په مهال د دوی ستونزو ته د ژر رسېدني ډاډ ورکړی.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د کډوالو د اتشې په مرسته ایران کې د ډېرو مېشت افغان کډوالو ستونزي حل کړې هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ایران ته تللي پلاوي د یاد هیواد د بلوچستان په سیستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د دوی له استازو سره هم لیدني کوي.
د یادولو ده چې دا په داسي حل کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران هیواد لخوا د افغانانو جبري ایستل زیات شوي دي.