نړۍ

سپیڼه ماڼۍ؛ له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو د څرنګوالي په تړاو څېړني کوو

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۴وری، ۱۴۰۲ل): سپینه ماڼۍ؛ له افغانستان څخه د ځواکونو  وتلو د څرنګوالي په تړاو څېړني کوو.

سپینه ماڼۍ وایي چې له افغانستان څخه مو د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند څېړني کړې دي او ښايي راپور یې راتلونکې میاشت نشر شي.

دا څېړني د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په امر شوې دي او غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو څرنګوالی معلوم کړي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې راغلي چې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي چې دا پایلي به د را رواني اپریل میاشتي تر نیمایي پوري نشر شي او درجه بندي به یې کانګریس ته هم وړاندي شي.

بلخوا راپورونه وایي چې امریکایي ځواکونو له کابل هوایي ډګر او نورو سیمو څخه د وتلو په مهال لسګونه خرابۍ پرېښودې او په مهال یې د معلوماتو له مخي امریکایي ځواکونو د کابل هوایي ډګر رادار هم لمنځه وړی او لسګونه چورلکي یې ویجاړي کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx