
د رمضان المبارک په درې وختونو کې سستي او بې غوري مه کوئ!
م. رضوان الله فیضاني
اول وخت د روژه ماتي دی:
د روژه ماتي لپاره خوراک او څکاک وختي برابروئ او ځانونه د دعا لپاره اوزګاروئ، ځکه چې د روژه ماتي په وخت کې د روژه دار دعا خاماخا قبليږي او نه رد کيږي، نو په دې قېمتي وخت کې د ځان، اهل بيتو او نورو دوستانو لپاره دعاګانې کوئ.
دوهم وخت د شپې وروستۍ برخه ده:
په دې وخت کې له الله تعالی سره مناجات، راز او نياز کوئ، ځکه په دې وخت کې الله تعالی داسې اواز کوي: څوک غوښتونکی شته دی چې زه يې ورکړم ؟
څوک بښنه غوښتونکی شته دی چې زه بښنه ورته وکړم؟.
نو په دې وخت کې استغفار ډېر وايئ !!!
دريم وخت د سهار دی:
د سهار د لمونځ له اداء کولو څخه وروسته د لمونځ په ځای کې کېنئ، چې تر څو لمر راوخېژي او دوه رکعته نفل د اشراق لمونځ اداء کړئ، ځکه رسول الله ﷺ فرمايلي دي: څوک چې د سهار د لمونځ څخه وروسته د لمانځه په ځای کې کېني، بېځايه او دنيوي خبرې ونکړي او د لمر له راختلو څخه وروسته دوه رکعته نفل لمونځ اداء کړي، الله تعالی د يو قبول شوي حج او عمرې ثواب ورکوي، دغه خبره يې درې ځلې تکرار کړې ده.
(م : رضوان الله فيضاني)