افغانستان

المان څخه ۵۰ تنه افغان ماشومان له درملني وروسته هیواد ته را ستانه شول

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۵وری، ۱۴۰۲ل): المان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو څخه ۵۰تنه له درملني وروسته هیواد راستانه شول

د افغاني سرې میاشتي لخوا المان ته د لېږل شویو ناروغو ماشومانو له جملې څخه ۵۰ تنه یې له درملني وروسته بیرته هیواد ته را ستانه شول.

د یادو ماشومانو له ډلي څخه ځيني یې سوځېدلي او ځیني نور یې د هډوکو بېلابېلي ناروغۍ لرلې چې د یوه کال په موده کې یې جرمني کې درملنه وشوه.

د دې په موخه ترتیب شوې غونډي ته د افغاني سرې میاشتي سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ماشومانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بیرته راستنېدو مبارکي وویله او د سولي کلي په نوم د المان له خیریه بنسټ څخه یې مننه وکړه چې د ۱۳۶۸ کال څخه را په دېخوا له افغاني سرې میاشتي سره په ګډه د یادو ماشومانو د درملني د بهیر په پر مخ وړلو سربېره په ځینو نورو بشري برخو کې هم افغاني سرې میاشتي ته لاس ورکوي.

ښاغلي خالص زیاته کړې چې د بیرته راستنو شویو ماشومانو روغتیایي مراقبت افغاني سره میاشت کوي او دوی ته د اړتیا وړ درمل وخت په وخت رسوي او د یادو ماشومانو له کورنیو څخه یې غوښتي چې د دوی مراقبت ته جدي پاملرنه وکړي او د فزیکي مراقبت ترڅنګ د دوی اخلاقي مراقبت ته لازمه پاملرنه وکړي ترڅو د همدې ماشومانو پر بنسټ سالمه ټولنه ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx