افغانستان

د ا.ا.ا.د بهرنیو چارو وزارت پلاوي تاجکستان کې له افغان قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۵وری، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پلاوي تاجکستان کې له افغان قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند مالي او اداري رئیس حاجي محمد موسی امیري په مشرۍ پلاوي د تاجکستان اړوند بدخشان مرکز خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدته وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د قونسلګرۍ د چارو د اروزني ترڅنګ د افغانستان د قونسلګرۍ ودانۍ له نژدې لیدلې او د بیارغوني په اړه یې خپله اروزنه د وزارت له مقام سره شریکه کړې.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې د بدخشان اړوند خاروخ کې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ د وروستۍ واوري ښویېدني له امله زیانمنه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx