افغانستان

ذبیح الله مجاهد؛ افغانستان کې هیڅ امریکایي تبعه بندي شتون نه لري

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۵وری، ۱۴۰۲ل): مجاهد؛ افغانستان کې هیڅ امریکایي تبعه بندي شتون نه لري.

د ا.ا.ا. مرکزي ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد له یوې خصوصي رسنۍ سره د مرکې په مهال ویلي چې له دوی سره هیڅ امریکایي وګړی نه شته او نه هم په تازه توګه کوم امریکایي نیول شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندي امریکایي رسنیو د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور خپور کړی وه چې ګني لا هم څو امریکایي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې پاتي دي او په وینا یې، دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx