نظــر

بیړنۍ تراويح؛ د امام او مقتديانو ناوړه چلند

حسان مجاهد

رسول اللهﷺ فرمايي: څوک چې سره له ایمانه او دثواب په خاطر د رمضان روژه ونيسي او دشپې لمونځ (تراويح) وکړې الله تعالی به يې له ګناهونو څخه داسې وباسي لکه په کومه ورځ چې له موره زيږيدلی و.(سنن ابن ماجه)
په رمضان کې د ورځې عبادت؛ روژه نيول او دشپې عبادت تراويح کول دي.
لکه څنګه چې په فرضي او نفلي روژه کې له سپيدو را ختلو بيا تر لمر لوېدو پورې له خوراک، څښاک او جنسي اړيکو څخه ځان منعه کول شرط دی او هيڅ توپير يې تر منځ نشته؛ همدارنګه تراويح که څه هم سنت عمل دی،خو له فرضي لمانځه سره په شرايطو او آدابو کې هيڅ توپير نه لري.
شيخ جمال الدين قاسمي رح لیکلي دي« له شکه پرته تراویح لمونځ د رمضان په هره شپه کې منقول سنت دی، خو ځيني ناپوه امامان يې په داسې توګه ادا کوي چې د لمانځه ارکانو او سنتو ته زيان رسېږي لکه په رکوع او سجده کې ارام نه کول، په قرائت کې بعضي حروف په بعضو نورو داخلول. چې دا دمؤمنانو لپاره د شيطان لخوا له سترو فريبو څخه شمېرل کيږي، چې په نيک عمل باندې له راتګ سره بیا هم عمل فاسد وګرځي، بلکې د ډيرو شيطان پلوو لمنځونه تر اطاعت د لوبو خواته ور نږدې وي. نو هر لمونځ کوونکی که فرض کوي که نفل؛ باید د لمانځه ظاهري شکل هم سم کړي لکه قرائت، رکوع او سجده او د لمانځه باطني شکل هم سم کړي لکه خشوع، عاجزي، پوره اخلاص، په اياتونو کې سوچ کول او دقرآن کریم معناګانې فهمول.[اصلاح المساجد ص۸۵_۸۶)
علماوو دا مکروه بللې ده چې امام په لمانځه کې دومره بېړه وکړي چې له مقتديانو په لمانځه کې سنت پاتې شي؛ نو هغه بېړه به څنګه روا وي چې واجبات پاتې شي؟![ مخالفات رمضان ۷۷] په ډيرو سیمو کې دخلګو نظریه داسې جوړه شوې ده چې تراويح باید په بېړه وشي، د تأسف خبره داده چې امامان هم دمقتديانو په خوښه لمونځ کوي، د هغه امام په تراویحو کې خلګ ډير وي، چې ښې په بیړه یې ادا کوي.
تراويح، فرض، سنت او وتر ټول۲۹ نه ویشت رکعته لمونځ، تسبيحات او دعاګانې په پنځويشت دقيقې يا نيم ساعت کې ترسره کړي چې يو رکعت لمانځه ته يوه دقيقه وخت نه ور وځي، آيا په دې ډول لمانځه کې به دلمانځه ټول شرایط او احکام پوره لحاظ وي او آيا داشان لمونځ عبادت دی او که هسې يو سيميز عادت؟!
ځيني کسان د رسول اللهﷺ هغه حديث چې « څوک خلګو ته لمونځ ورکوي؛ نو تخفيف دي کوي» ددې لپاره دليل ګرځوي چې تراویح لمونځ باید په بېړه وشي او آخر دومره په بیړه یې کوي چې قرائت، رکوع، سجده، قومه او جلسه هيڅ په سمه توګه نه ادا کيږي، سره له دې چې د ټولو رکنونو په آرام سره ادا کول واجب کار دی.
د رسول اللهﷺ په مخ کې يو سړي لمونځ وکړ، رسول اللهﷺ ورته وويل «لمونځ له سره کړه، ستا لمونځ نه دی شوی» هغه سړی درې ځله لمونځ له سره کوي، خو بيا هم رسول اللهﷺ ورته هغه الفاظ وايي. هغه سړي وويل قسم په الله! زه يې تردې ښه نه شم ادا کولی، ته يې را وښيه! رسول اللهﷺ ورته وايي «کله چې ځان لمونځ کولو ته چمتو کوې؛ نو اودس وکړه، مخ پر قبله ودريږه، له قرآن څخه آسانه قرائت ووايه، بیا رکوع ته ښه په آرام او بې حرکته ټيټ شه، بیا له رکوع څخه ښه په آرام ودريږه، بیا ښه په آرام سره سجده وکړه، بیا له سجدې څخه د راپورته کیدو پرمهال ښه آرام وکړه او بيا همدا عمل په ټول لمانځه کې ترسره کړه (صحیح البخاري)
هرکله چې رسول اللهﷺ دا ډول لمونځ دقبول وړ وبلل؛ بيا به ولي له تخفيف څخه مراد دا وي چې لمونځ په داسې توګه ترسره کړي چې پورته ټول شيان په کې پريښودل شي.
بله خبره دا چې تراویح که څه هم سنت عمل دی، خو سنت په پیل کيدو سره لازم ګرځي او د فرائضو مقام نيسي، نو بیا ولي تر تراويح وړاندې فرض او وروسته واجب وتر په احتياط ادا کيږي او تراویح په بېړه؟!
رسول اللهﷺ وايي: کله چې يو لمونځ کونکی د لمانځه حق ادا نه کړي، نو همغه لمونځ ملائکې په يوه خيرنه ټوټه کې ونغاړي او لمونځ کونکی په مخ وويلي او دغه لمونځ، لمونځ کونکي ته ووايي «الله تعالی دي داسې ذليل او خوار کړه لکه زه چې دي خوار کړم»
ځيني حافظان قرآن کريم دومره په بېړه سره وايي، چې هیڅ ترتيل په کې مراعات نه وي. رسول اللهﷺ فرمايي: ډير ځله به څوک قرآن وايي خو قرآن به بیرته په ويونکي لعنت وايي!
تراويح هم د نورو لمونځونو په څېر له الله تعالی سره خبرې دي، په دنیا کې څوک له لوړرتبه سړي سره په بېړه نه غږيږي؛ نو الله تعالی سره ولي باید خبري په بېړه وشي!

په دې برخه کې ټول مسؤليت د مسجدونو امامانو ته راګرځي، دوی باید عبادت داسلامي شريعت په چوکاټ کې ادا کړي او د مقتدیانو تر شخصي رضایته تير شي، هغوی د لمانځه په اهمیت خبر کړي؛ ترڅو عبادت ددوی لپاره وبال او دالله تعالی د نارضایي سبب نه شي.
دحج اوقافو وزارت باید په دې اړه فرمان صادر کړي او دهیواد په هر ګوټ کې امامانو ته د تراويحو وخت وټاکي ترڅو خدای مه کړه له دې کار څخه د غفلت له امله دخلګو ګناه په دوی بار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بلال

بلکل وروره

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx